ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې یوې اونۍ ترافیکې پېښې؛ ۴۴ کسان مړه او ۸۲۲ نور ټپیان شوي دي

د تېرې یوې اونۍ ترافیکې پېښې؛ ۴۴ کسان مړه او ۸۲۲ نور ټپیان شوي دي

author avatar
28 Apr 2023 - 04:24
د تېرې یوې اونۍ ترافیکې پېښې؛ ۴۴ کسان مړه او ۸۲۲ نور ټپیان شوي دي
author avatar
28 Apr 2023 - 04:24

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): د یو شمېر ولایتونو د ځایي چارواکو او د ترافیکو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د کوچني اختر له لومړۍ ورځې راهیسې په تېره یوه اونۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۴ کسان مړه او ۸۲۲ نور ټپیان شوي دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پژواک اژانس په خپرو شویو راپورونو کې د بېلابېلو ولایتونو ځایي چارواکو دا پېښې او شمېرې تایید کړې دی.

وروستۍ خونړۍ ترافیکي پېښې په کندهار او بلخ ولایتونو کې شوې چې نږدې ۵۰ کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنیي قوماندانۍ ویاند محم اصف وزیري وایي چې د غویي په ۷ مه، د دغه ولایت  د نهرشاهي ولسوالۍ د شادیان په سیمه کي د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو هایلکس موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

بله خونړۍ ترافیکي پېښه په کندهار ولایت کې رامنځته شوې ده، سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه او  ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د یو شمېر حالت یې د اندیښنې وړ دی.

د کندهار میرویس روغتون امر ملا عبدالحلیم وایي چې د اختر په پنځو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۲۹۳ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د مرکز اړوند په اسفندې سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پېښه د غویي په اوومه د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په اسفندې سیمه کې یوه  فیلډر موټر له یوه کرولا ډوله موټر سره ټکر کړی دی.

د ده په وینا، په دې پېښه کې د شپږو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د غزني د اندړو ولسوالۍ مسوولینو ویلي وو چې د اختر په ورځو کې یې د لسګونو هغو کسانو درملنه کړې چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي وو.

دوی وايي، په ټپیانو کې ډېر هغه کسان شامل دي چې د اختر په شپو ورځو کې یې موټرسایکلونو ټکر کړی دی.

د اندړو مرستیال ولسوال مولوي محمدوزیر یحیی پژواک اژانس ته وویل، د اختر په ورځو کې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې «۱۸۰» ترافیکي پېښي شوې، چې «۳۲۸» کسان پکې ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، د دې کسانو له ډلې د «۱۱» کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ و چې د غزني مرکز او کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د یو بل خبر مخې، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه لڼډکروزر موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه د غویي په ۵مه د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «تېره شپه د باغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند په منګام سیمه کې یو لڼډکروزر موټر چې له فاریابه هرات ولایت ته روان و – د چلوونکي د بې‌احتیاطي له امله چپه شوی چې د ماشومانو په ګډون ۵ کسان په‌کې مړه او ۹ نور ټپیان شوي ديږ»

دغه‌راز د غویي په پنځمه د دایکنډي سیمه‌ییزو مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د یو بل خبر له مخې، د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د غویي په ۳مه، دیوې ترافیکي پېښې له امله د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي وو.

همداراز د غویي په څلورمه د فاریاب او کندوز سیمه‌ییزو چارواکو د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی و.

د فاریاب د ترافیکو امریت د پېښو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک ته ویلي وو، د فاریاب ښار په څنډه کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو ۱۷ کلن او بل ۱۸ کلن ځوانان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز وویل چې تېره شپه په مرکز میمنې ښار کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا، د فاریاب د ترافیکي پېښو مدیر وايي چې د اختر په دویمه روځ د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال، د فاریاب په ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې مؤظف ډاکتر عبدالهادي پژواک ته وویل چې په میمنه ښار کې د ترافیکي پېښه له ځایه د دغه روغتون بېړنۍ څانګې ته درې ټپيان وروړل شوي دي.

خو د میمنې ښار په روغتون کې یوه سرچینه وايي، د اختر په درېیو ورځو کې د موټرسایکلونو د ګړندي تګ له امله د ټکر له پېښو ۲۰ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کندوز ولایت چارواکي وايي چې د علي اباد- خان اباد لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۲۱ کسان ټپيان شوي او يوه ماشومه مړه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي نن (د غويي ۴مه) پژواک اژانس ته وويل، د اختر په ورځو کې د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته ۱۲۲ تنه ټپیان راوړل شوي چې له ډلې یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته مهال د ترافیکو عمومي ریاست مسوولینو دغویي په څلورمه خبر ورکړی و، چې  د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالېسۍ مدیر سمونمل عبدالودود خیرخواه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختر په ورځو کې (د غویي له لومړۍ تر درېیمې) په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له جملې ۴ یې په کابل کې رامنځته شوې دي.

د هغه په خبره، په ټول هېواد کې د یادو ترافیکې پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۴۰ ټنو څخه ډیر ټپیان شوي دي.

[/restrict]

Views: 289

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.