ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يوه ښوونځي ته اور اچول شوی

غزني کې يوه ښوونځي ته اور اچول شوی

غزني ښار (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): په غزني کې د دغه ولایت د مرکز اړونده د البیروني ښارګوټي سیمه کې ناپېژاندو کسانو د هلکانو د مهاجرینو په نامه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او یوه برخه يې سوځېدلې ده.

د غزني د پوهني رئیس مولوي سید بصیر احمد اغا نن (شنبه) ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه کار وړمه شپه (د جمعې شپه) ناپېژاندو کسانو کړی دی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو په لټه کې دي ترڅو ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ده زياته کړه، ښوونځی زیات نه دی سوځول شوی، ځکه امنیتي ځواکونو په وخت سیمې ته ځانونه رسولي او اور یي کابو کړی دی.

د سیمې خلکو هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې تأييد کړې چې ناپېژاند کسان د جمعې په شپه ناوخته د مهاجرینو په نامه ښوونځي ته ورغلي او اور یې ورته کړی دی.

له ډلې یې یوه قومي مشر حسین‌داد رمضاني پژواک ته وویل، یواځې دوه- درې خونې زیانمنې شوي او د ښوونځي اړونده اسناد، کتابونه، مېزونه، یو شمېر چوکۍ او ډېری نور درسي ملحقات سوځول شوي دي.

دی خوښي ښيي چې اور په وخت کابو شوی، که نه د ښوونځي ټوله ودانۍ سوځول کېدله.

د جمهوریت تر سقوطه وروسته دغه لومړی ښوونځی دی چې غزني کې اور ور اچول کېږي.

په غزني کې ټول ۷۷۱ دولتي او خصوصي ښونځي دي چې له جملې یې ۷۱ د نجونو ښوونځي، ۸۰ خصوصي ښوونځي او پاتې نور د هلکانو دي، چې د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۴ سوه زره زده کوونکو ته د لس زرو ښوونکو له خوا زده کړې ور کول کېږي.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.