ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«حکومت دې د هوايي شرکتونو د ټیکټونو لوړې بیې راکمې کړي»

30 Apr 2023 - 14:49
30 Apr 2023 - 14:49

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): ځيني هېوادوال د هوايي شرکتونو ټیکټونو له لوړو بیو سر ټکوي او د راټیټېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د ملکي هوايي چلند اداره وایي، بیې یې یو څه راټیټې کړې دي او وروستۍ بیې به له ارزونې وروسته وټاکي.

نعمت‌الله هلمندي په خپله فسبوکپاڼه کې لیکلي، سعودي عربستان کې ځينو افغان مسافرو ورته شکایت کړی چې له ریاض څخه اسلام‌اباد ته د الوتنو کرایه ۵۲۰ ریال ده، خو کام‌اییر او اریانا هوایي شرکتونه تر کابله له هر مسافر څخه ۲۲۰۰ ریال اخلي.

هغه د مسافرو له قوله لیکلي: «ژوند مو داسې شوی لکه کام‌اییر ته چې سعودي کې مزدوري کوو، ویې ګټو خو چې کور ته ځو دوی یې رانه اخلي.»

د هلمندي په وینا، حکومت دې الوتکو لپاره مناسبي بیي وټاکي، نو دا به یې له مسافرو سره غټ احسان وي.

هغه د یوه مسافر غږ هم خپور کړی چې وايي: «والله په بالله، کالي مې هم کړي و، واسکټ هر څه مې تیار کړي وو، روژه کې تلم کور ته، اختر مې کور ته ووړ، خو بېرته مې چې سوچ وکړ، دوه زره یا ۲۱سوه له دې خوا لګېدې، دوه زره یا ۲۱سوه له هغې خوا لګېدې، شپږ سوه باندې ویزه لګول کېږي، قسم په خدای خاص د دغې له وجې پاتې شوم.»

د کریم مبارک په نوم یوه کس پژواک خبري اژانس ته وویل چې ده خپله څه موده مخکې د ټیکټونو د لوړوالي له امله پاکستان ته او له هغه ځایه بیا سعودي عربستان او روسیې ته وکړ، څو اقتصادي ورته تمام شي.

هغه وايي، کاکا یې همدا شان ایران ته ولاړ څو له هغه ځایه دوبۍ ته سفر وکړي.

د نوموړې په خبره، همداسې نور ډېر مسافر هم هڅه کوي چې د اقتصادي ستونزو له امله نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو که چېرته د افغانستان هوايي شرکتونه ټیکټونه ارزانه کړي، به بیا ولې مسافر نورو هېوادونو ته ځي؟

په خواله رسنیو کې ګڼو نورو کسانو هم د ټیکټونو د بیو ټيټولو غوښتنه کړې ده.

د رحیم سکندر په نوم یوه کس لیکلي: «د کام اییر او اریانا شرکتونه ظلم کوي، ټول مسافر ترې سر ټکوي،
باید ټیکټ یې ټیټ شي.»

صداقت کوچي پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: «په تېرو دوو کلونو کې اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له غریبو او بېچاره مسافرو سره ښه مظبوط ظلم وکړ او لا هم دوام لري.»

هغه زیاته کړې: «زما یو مسافر ملګری چې هلته سعودي کې په یوه دوکان کې مزدور دی، دا یې درېیم کال دی چې کورته نه دی تللی، ما ورته وویل او هلکه ته انسان یې؟ وایي په خدای وطن، کور بچیان هرڅه مې سخت یادېږی خو قسم په الله که د ټکټ وس لرم! ما ویل ولې؟ ټکټ په څو دی، وایي په دوه نیم زره ریاله او له سعودي بیا پاکستان ته په شپږ یا اوه سوه ریاله شاوخوا دی، یعنی د پاکستان په نسبت یو په درې قېمته دی.»

کوچی وايي، حکومت چې د لسو او شلو افغانیو په سر لویې، لویې هټۍ مهرلاک کوي، د کلچو او مټایانو په دوکانونو پسې «لښکرې ګرځوي، دغه کفر ته یې ولې نه ده ورپام؟»

په کابل ښار کې د یوه ټیکټ پلورنځي مسوول منصور افغان پژواک ته وویل چې په هېواد کې د سیاسي تحول له راتګ مخکې یې له کابله مسکو ته په مستقیمه الوتنه کې له یوې خوا یو تیکټ ۳۰۰ امریکايي ډالر پلوره، خو اوس یې تر ۶۵۰ ډالرو پلوري.

دی وايي، مخکې له کابله عربستان ته د یوه ټکټ بیه له ۳۲۰ تر ۳۵۰ ډالرو پورې وه خو اوس یې بیې تر ۵۵۰ ډالرو پورې رسېدلې دي.

منصور افغان د ټیکټونو د بیو لوړوېدو مهم لامل هېواد ته د مسافرو لېږد لپاره د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتکو نه راتګ بولي او زیاتوي چې اوس د هوايي شرکتونو ترمنځ سیالي نشته او یوازې دوه شرکتونه بهر ته ډېرې الوتنې لري.

د هغه په وینا، پخوا د افغانستان پر هوايي شرکتونو سربېره د اماراتو هوايي شرکت، فلای دوبی، العربیه او نورو شرکتونو کابل ته د مسافرو د لېږد لپاره الوتنې کولې.

هغه وايي: «دلته چې کوم شرکتونه دي، خپلسرې کوي خو زور یې له هغو غریبو مزدورانو وځي چې په بهرنیو ملکونو کې په سختۍ مزدوري کوي، له حکومته غواړو چې د ټیکټونو بیې راکمې کړي.»

په خواله رسنیو کې د ټیکټونو د لوړو بیو په اړه له غږ پورته کېدو وروسته، تېره ورځ د ملکي هوايي چلند ادارې پر خپلې فیسبوکپاڼې خبر ورکړی چې له کابله جدې، له جدې کابل ته، له کابله دوبۍ، له کابله استنابول او له کابله ریاض ته د ټیکټونو اوسنۍ بیې لنډمهاله دي.

سرچینې ویلي، وروستۍ بیې د هوايي شرکتونو، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنیکي پلاوي له ناستې وروسته د ټولو عملیاتي لګښتونو په پام کې نیولو سره ټاکل کېږي.


د ملکي هوايي چلند ادارې لیکلي چې د کابل- جدې – کابل د ټکټ مخکنۍ بیه له ۹۴۰ ډالرو څخه ۷۸۰ ډالرو، د کابل – جدې له ۵۴۰ ډالرو څخه ۵۱۰ ډالرو، د جدې – کابل له ۵۰۰ ډالرو، ۴۸۰ ډالرو، د کابل – ریاض – کابل له ۱۰۱۰ ډالرو څخه ۸۲۰ ډالرو، د کابل – ریاض له ۵۵۵ ډالرو څخه ۵۱۰ ډالرو، د ریاض – کابل له ۵۵۵ ډالرو څخه ۵۱۰ ډالرو، د کابل – دوبۍ – کابل له ۶۷۲ ډالرو څخه ۶۰۰ ډالرو، د کابل – دوبۍ له ۴۰۵ ډالرو څخه ۳۶۰ ډالرو، د دوبۍ – کابل له ۳۷۰ ډالرو څخه ۳۱۰ ډالرو، د کابل – استانبول – کابل له ۹۰۰ ډالرو څخه ۸۸۰ ډالرو، د کابل – استانبول له ۵۰۵ ډالرو څخه ۴۷۰ ډالرو  او د استانبول – کابل له ۴۵۰ ډالرو څخه ۴۷۰ ډالرو ته رالوېدلي دي.

پژواک دغه موضوع له اریانا او کام ایر هوايي شرکتونو سره شریکه کړه خو ځواب یې ورنه کړ.

Views: 1526

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version