پل علم (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ (د غويی ۱۴مه) مازیګر مهال د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «کډي» سیمه کې د يوې بکسې موټر او موټرسایکل د ټکر له امله يو کس مړ شوی او د يوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.
هغه وویل چې امنيتي ځواکونو د یادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدولي دي.
دغهراز د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې په همدې ورځ دغه ولسوالۍ کې د کابل دروازې ته څېرمه په «دښتې سقاوې» سیمه کې د يوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله يوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپيان شوي دي.
د پېښې يوه عيني شاهد او موټرچلوونکي روحالله پژواک اژانس ته وويل چې د دې پېښې په ټپيانو کې د درېېو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
د لوګر د ټرافیکو مدیريت د معلوماتو له مخې، په تېر يوه کال کې د کابل- لوګر پر لويهلار د ترافيکي پېښو له امله شاوخوا ۱۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
Views: 180
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن