کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): لوړو زدهکړو وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره یې لویو پوهنتونونو ته په نوي تشکیل کې د څېړنو معاونیت منظور کړی چې د څېړنې په برخه کې به په خپلواک ډول کار کوي.
لوړو زدهکړو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه وزارت سترو پوهنتونونو ته په نوي تشکيل کې د څېړنو معاونیت منظور کړی دی.
لوړو زدهکړو وزارت پوهنتونونو ته نه دي مشخص کړي خو زیاته کړې یې ده چې دغه معاونیت به د ملي او نړۍوالې مجلو، څېړنيز مرکز او لابراتوارونو امریتونه ولري.
د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د هېواد لوړو زدهکړو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې څېړنې ته په مستقل ډول کار کېږي او بودجه کې برخه لري.
د لوړو زدهکړو وزارت معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۳۸ دولتي او ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي موسسې فعالیت لري.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن