غزني ښار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
دغه بند د جاغوري ولسوالۍ اړوند په «زیرک» سیمه کې جوړېږي چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د دوی په وینا، په دې وروستیو کې د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
د یادې سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه بند جوړولو لپاره پر فزیکي کار سربېره مالي لګښت ته یې هم غاړه ايښې څو د اوبو د کمښت ستونزه یې حل شي.
د زیرک سیمې یوه قومي مخور محمدعلي حسنیار له پژواک سره په خبرو کې وویل، ځايي خلکو د پیاوړي هوډ له مخې په دغه سیمه کې د اوبو د کمښت ستونزې هواري په موخه د اوبو یوه واړه بند جوړولو چارې پیل کړې.
هغه وايي: «پخوا د دغې سیمې اوسېدونکي د اوبو د کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو اوس به د دغه بند په جوړېدو سره د سیمې د خلکو ستونزې تر یو حده پورې هوارې شي.»
نوموړی زیاتوي چې د اوبو په مهارولو سره خلکو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ډېره ګټه رسېدلی شي.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی ذکریا هم د دغه بند له جوړولو څخه خوښي څرګندوي او وايي، د بند په جوړولو سره به له یوې خوا د سېلابونو مخه ونیول شي او بل لور ته به کښتونو ته ډېره ګته ورسېږې.
هغه وایي، په زېرمو کې د اوبو کچه ورځ تر بلې کمېږي او خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي، د اوبو ډېرولو یوازینۍ لاره د بندونو جوړول دي.
هغه زیاته کړه: «له نېکهمرغه په دغه سیمه کې خلکو په خپل مالي لګښت د یوه بند کارونه عملا شروع کړي دي.»
په ورته وخت کې، د غزني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجنیر محمدنذیر سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد بند د ۱۵ متره لوړوالي، ۹ متره پلنوالي او په لاندېنۍ برخه کې د ۲۲ متره په اوږدوالي سره د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ جوړېږې چې د ۹۳ زره مترمکعب اوبو ذخیره کولو، د ۳ کیلو واټه برېښنا تولید او د ۳۸۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتیا به ولري.
هغه زیاتوي چې له یاد بند څخه به ۳۸۵ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کوي چې د غزني سیندیزې فرعي حوزه به یې یوازې د څارنې چارې مخې ته وړي.
نوموړي وویل، ټاکل شوې چې له ياد بند څخه د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه دوه ویالې هم جوړې شي او د سايټ انجنير په ګډون به ۵۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
هغه وویل د بند د جوړولو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
یاده دې وي چې شپږ میاشتي وړاندې هم د غزني ولایت په مرکز او قرهباغ ولسوالۍ کې د سیمې اوسېدونکو په شخصي لګښت د دوو چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې وې.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن