ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو کورنیو ته په مرستون کې د اوسېدو زمینه برابره شي»

«نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو کورنیو ته په مرستون کې د اوسېدو زمینه برابره شي»

author avatar
17 May 2023 - 10:46
«نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو کورنیو ته په مرستون کې د اوسېدو زمینه برابره شي»
author avatar
17 May 2023 - 10:46

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کابل مرستون رییس وايي، په هېواد کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته د هغو کورنیو شمېر چې په دغه مرستون کې ساتل کېږي، له ۲۱ نه ۳۸ ته لوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ۵۰ نورو کورنیو د اوسېدو زمینه هم برابره شي.

مرستونونه (د ټولنیزې هوساینې مرکزونه)ِ؛ په لومړي ځل د ۱۳۰۹ کال د غويي په ۱۲مه نېټه د محمد ناردخان د واکمنۍ پر مهال د یتیمانو ساتنې لپاره د نادري دارالیتام په نوم مرستون کابل کې جوړ شو.

د کابل مرستون رییس مغفورالله شهیدزوی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نه یوازې دا چې د کابل مرستون فعالیت ونه درېد، بلکې نور خلک هم په‌کې شامل شوي دي.‎  ‎

د هغه په خبره، دوه کاله مخکې په کابل مرستون کې ۲۱ بې‌سرپرسته کورنۍ اوسېدې، خو اوسمهال دغه شمېر ۳۸ کورنیو ته لوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په یاد مرستون کې بې‌سرپرسته کورنۍ، کونډې او نابینایان اوسېږي.

هغه وویل، شاملېدونکي کسان د یو لړ اداري پړاوونو له ترسره کولو وروسته په دغه مرستون کې شاملېږي او د اوسېدو ځای ترڅنګ د درې وخته خوړو، برېښنا او نورو لوازمو زمینه ورته برابرېږي.

هغه وايي: «مخکې یې د خوړو په رژیم کې ستونزې وې او اوس مو د خوړو ښه او مناسب رژیم ورته برابر کړی، دغه‌راز که څوک ناروغ شي، د مرستون دننه په روغتون یې درملنه کېږي او که دلته یې درملنه ونه شي نو بیا د ښار کلینیکونو ته لېږدول کېږي او د درملنې لګښت یې سره میاشت ورکوي.»

د نوموړي په وینا، په مرستون کې د شاملو کورنیو اولادونو ته د ښوونځي د درسونو، خیاطۍ او غالۍ اوبدنې زمینه هم برابره شوې ده.

شهیدزوی وايي، هڅه کوي چې په دغه بنسټ کې د شاملو کسانو شمېر ډېر کړي او له مرستون سره د مرستې لپاره له ځینو نړۍوالو بنسټونو سره په اړیکه کې دي.

په یاد مرستون کې شاملې کورنۍ د امکاناتو او خدمتونو له ښه کېدو خوښې دي.

محمدګل چې نابینا دی او له ۲۸ کلونو راهیسې په یاد مرستون کې اوسېږي، پژواک ته وویل: «د امارت پر مهال ځینې اسانتیاوې راته برابرې شوې، مثلاْ خواړه مو ښه شوي او که ناروغ شو نو په بېړه مو په امبولانس کې روغتون ته بیايي.»

هغه په دې تړاو چې په خوړو کې یې څه ډول ښه‌والی راغلی وايي، د وچې ډوډۍ شمېر ډېر شوی او په خوړو کې یې ترکاري هم اضافه شوې ده.

هغه چې د سالنګ اصلي اوسېدونکی دی، د نابینایۍ ترڅنګ پر پښو هم معلول دی او کار نه شي کولای چې له همدې امله له ۲۰ کلونو راهیسې په یاد مرستون کې اوسېږي.

په ورته مهال، د بدخشان اوسېدونکې ۲۶ کلنه نعیمه چې پنځه میاشتې کېږي کابل ته راغلې پژواک ته یې وویل، کونډه ده او د اقتصاد خرابوالي له امله له پنځو میاشتو راهیسې له خپلو درېیو لوڼو سره په دغه مرستون کې اوسېږي.

د نعیمي خاوند درې کاله مخکې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی چې اوس د درېیو لوڼو سرپرستي هغې ته ور له غاړې ده.

هغه د کابل مرستون له خدمتونو خوښه ده او وايي، د اوسېدو ځای او ډوډۍ ترڅنګ د خیاطۍ او سواد زده‌کړې زمینه هم ورته برابره شوې ده.

خو دا یوازې نعیمه نه، بلکې د بدخشان اوسېدونکې او د دوو زامنو او څلورو لوڼو مور ۳۴ کلنه مریم  چې خاوند یې یو کال مخکې مړ شوی دی، هم په دغه مرستون کې اوسېږي.

هغې زیاته کړه، خاوند یې نظامي و او کله چې مړ شوی نو دغه مرکز ته راغلي دي، څو وکولای شي خپلو ماشومانو ته د خوړو او زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

مریم له چارواکو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي څو وکولای شي خپلو اولادونو ته د ژوند کولو ښه زمینه برابره کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، پر کابل سربېره په ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې هم مرستونونه شته او په ټولیز ډول ۱۰۰ کورنۍ په‌کې ساتل کېږي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.