ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سرو زرو پلورونکي وايي، کاروبار یې تر پخوا کمرنګه شوی

غزني کې د سرو زرو پلورونکي وايي، کاروبار یې تر پخوا کمرنګه شوی

غزني ښار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په غزني کې یو شمېر د سرو زرو پلورونکي د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او وايي، په دې وروستیو کې د سرو زرو د پلور کچه تر ۷۰ سلنې کمه شوې او خلک د پخوا په څېر د دغو توکو پېرلو ته زړه نه ښه کوي.

د سرو زرو پلورنکي د خپل کاروبار پیکه کېدو اصلي لاملونه د خلکو اقتصادي ستونزې، د ډالرو بیې لوړېدل او پر توکو لوړ مالیات په ګوته کوي او وایي، د زرو کاروبار مخ پر ځوړ روان دی او خلکو د اقتصادي ستونزو له امله د سرو زرو پېرلو پر ځای پلورلو ته مخه کړې ده.

په غزني ښار کې د سرو زرو یوه سوداګر عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته د مشتريانو له نشتوالي په شکایت سره وویل، پخوا به د سرو زرو پېرېدونکو شمېر ډېر وو او نږدې هره ورځ به يې د سرو زرو یو هار، غوږوالۍ، ګاڼې او نور زيورات پېرل، خو اوس ان په دوو اونیو کې یو پېرېدونکی نه ورځي.

هغه زياتوي: «د پخوا په پرتله په غزني کې د سرو زرو سوداګري ۷۰٪ سلنه کمه شوې او اوسمهال خلک سره زر نه اخلي، بلکې پلوري یې او موږ هم له ډېرو خلکو سره زر اخیستي؛ ځکه چې د دوی اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې ده.»

د نوموړي په وینا، په تېرو کلونو کې به په دغه موسم کې د سرو زرو پېر او پلور ښه و، خو له بده‌مرغه سږ کال خلک یوازې د سرو زرو پلورلو لپاره ورځي چې دغه حالت د سرو زرو پلورونکي اندېښمن کړي او کاروبار يې خراب شوی دی.

په غزني ښار کې د سرو زرو يو بل کاروباري رحمت‌الله هم وايي چې د سرو زرو سوداګري نږدې ۷۰٪ سلنه ټيټه شوې او د دې پر ځاى چې خلک ترې سره زر واخلي، پر هغوى يې پلوري.

هغه زياته کړه، هره ورځ ګڼ شمېر خلک یې دکان ته ورځي او د خپلو کورونو زیورات د پلور لپاره ور وړي چې په وینا یې، د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې او دوی غواړي له دې لارې خپلې نورې اړتیاوې پوره کړي.

هغه وايي: «په تېرو کلونو کې به د کوچني اختر له ورځو وروسته د سرو زرو بازار ښه و، ځکه په دې موده کې ودونه ډېر کېږي او هرې کورنۍ به د خپلې ناوې لپاره سره زر پېرل، خو سږ کال حالت توپیر لري.»

دغه زرګران د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل تر ډېره د خلکو خراب اقتصادي وضعيت یادوي او وايي، اوسمهال خلک د سرو زرو پېرلو توان نه لري او د خپلو نورو اړتياوو پوره کولو په فکر کې دي.

له خپلو سرو زرو سره بازار ته راغلي یوه کس نورجمال پژواک ته وویل، غواړي دوه د سرو زرو ګاڼې او يوه جوړه غوږوالۍ وپلوري او په پيسو يې کاروبار پيل کړي.

هغه زیاته کړه، پخوا ده او ميرمنې یې دندې درلودې خو اوس دواړه بې‌کاره دي، نو ځکه د کور سره زر خرڅوي.

د نوموړي په وینا، پخوا یې مېرمن په یوې موسسې کې کار کاوه او دی په یوه ساختماني اداره کې و، ښه عاید یې درلود، خو هغه اوس تړل شوې، ډېر وخت کېږي چې بې‌کاره دي، نورې پیسې نه لري نو د کور سره زر خرڅوي او په پیسو یې کاروبار پیلوي.

هغه وایي، اوس په غزني او ټول افغانستان کې ډېر خلک بې‌کاره دي، دولت دې د کار زمینه ورته برابره کړي څو کدرونه پر کار شي او د فقر لمن ټوله کړي.

هغه زیاته کړه: «يوازې زه نه، دلته په لسګونه زما په رقم خلک راځي او خپل د کور سره زر خرڅوي.»

په ورته وخت کې، د غزني ولایت د سرو زرو سوداګرو اتحاديه هم مني چې د سرو زرو سوداګري کمرنګه شوې او لاملونه یې اقتصادي ستونزې، فقر، بې‌کاري د بیو لوړېدل یادوي.

د غزني ولايت د زرګرانو اتحاديې مرستيال وحیدالله پژواک ته وويل، په افغانستان کې له سياسي تحولاتو وروسته اقتصادي وضعيت خراب شوى، فقر، بې‌کاري، د بیو لوړېدل او ډېر مالیات هغه څه دي چې د سرو زرو سوداګري يې اغېزمنه کړې ده.

هغه زياتوي: «په غزني کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او ترڅنګ یې د سرو زرو بيه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده؛ پخوا به یو ګرام سره زر ۳۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یو ګرام سره زر له ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ افغانیو رسېدلي چې خلک یې له دې امله هم اخیستو ته زړه نه ښه کوي.»

ځيني نور غزني مېشتي بیا د سرو زرو بیه له ډالرو سره تړلې بولي او وايي، څومره چې د ډالرو بیه لوړېږي نو ورسره د سرو زرو بیه هم لوړېږي؛ ځکه چې په نړۍواله کچه د سرو زرو ټول کاروبار په ډالرو کېږي.

په ورته مهال، د غزني سیمه‌ییز چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې اقتصادي وضعيت خراب شوى؛ بې‌وزلي او بې‌کاري ډېره شوې، خو د دغو ننګونو د حل لپاره د خپلو هڅو خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم دغه وضعیت ته اندېښمن دي، خو هیله لري چې بېرته ښه شي او پخواني حالت ته وګرځي.

د یادونې ده، په غزني ښار کې اوسمهال د سرو زرو شاوخوا سل دوکانونه شته چې غزني مېشتو پکې په میلیونونو ډالر پانګونه کړې ده.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.