ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارګر: ورزش یوازینۍ برخه ده چې سیاست پورې تړاو نه لري

کارګر: ورزش یوازینۍ برخه ده چې سیاست پورې تړاو نه لري

author avatar
24 May 2023 - 16:24
کارګر: ورزش یوازینۍ برخه ده چې سیاست پورې تړاو نه لري
author avatar
24 May 2023 - 16:24

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس وایي، ورزش یوازینۍ برخه ده چې سیاست پورې تړاو نه لري او د فوټبال په څېر دې ټولو ورزشي برخو کې افغانستان ته بهرني مسلکي روزونکي را وبلل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر دغه څرګندونې نن په کابل کې د کویټ او یو شمېر نورو هېوادونو او ورزشي سازمانونو له خوا له دوی څخه د ملاتړ او د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي د هڅونې په تړاو جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په یاده غونډ کې د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست، د رهبرۍ او د فوټبال فدراسیون د مشرتابه له لوري د افغانستان د فوټبال د نوي روزونکي عبدالله المطیري فعالیتونه وستایل او د اسیایي المپیک رییس، د اسیا د فوټبال اتحادیې رییس، د قطر د فوټبال فدراسیون رییس او د المپیک رییس د وروستیو همکاريو له امله د هغوی په استازولۍ يې عبدالله المطیري ته مننلیکونه ورکړل.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس زیاته کړه: «هیله لرم چې د ورزش په ټولو برخو کې افغانستان ته مسلکي روزونکي دعوت کړو، په افغانستان کې کادرونه شته خو کادرونه هر یو خپل لیول لري.»

نوموړی وایي، ورزش یوازینۍ برخه ده چې سیاست پورې تړاو نه لري، نړۍوالو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم افغانستان د فوټبال او د ورزش په ټولو نړۍوالو، اسیایي او سیمه‌ییزو پروګرامونو کې ګډون کړی چې دا د ټولو افغانانو او ورزشکارانو لپاره یوه ښه لاسته‌راوړنه ده.

کارګر وایي، په افغانستان کې د ورزش په برخه کې ظرفیتونه شته او د فوټبال په څېر دې نورو ورزشي برخو کې هم بهرني مسلکي روزونکي راوبلل شي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د افغانستان د ورزش او المپیک ملي کمېټې رییس عبدالودود حقاني وویل، په افغانستان کې ښه کاردرونه شته او دوی کولی شي چې د ورزش په برخه کې خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه: «یوازینۍ ستونزه د ورزش او ورزشکارانو لپاره دا ده چې مونږ خارجي روابط ولرو او خارجي لاسته‌راوړنې ولرو او مونږ هڅه کوو چې خارجي روابط پیاوړي کړو.»

نوموړی وایي، په هېواد کې دننه او بهر ورزش د هویت پېژندنې یوازینۍ وسیله ده او یو ارتباطي پل ګڼل کېږي.

هغه وویل: «په ظاهر کې نن د فوټبال ملي لوبډلې د رزونکي عبدالله المطیري تقدیر دی، خو په حقیقت کې مونږ غواړو چې د شرقي هېوادونو لپاره یو باب پرانیزو او د دې غونډې هدف هم همدا دی ترڅو د هغوی د المپیک رییسان دعوت کړو او زمونږ سره همکاري وکړي.»

دغه‌راز په یاده غونډه کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي عبدالله المطیري وویل چې له افغانستان سره به د ورزش په برخه کې همکاري کوي.

هغه له نړۍوالو فدراسیونونو څخه غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې د ورزش په برخه کې مرسته وکړي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.