ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په خوشحال خان کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې بېرته پیل شوې

د کابل په خوشحال خان کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې بېرته پیل شوې

author avatar
29 May 2023 - 16:07
د کابل په خوشحال خان کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې بېرته پیل شوې
author avatar
29 May 2023 - 16:07

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وايي، د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې –چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله درېدلې وې- بېرته پیل شوې او تر راتلونکي یوه کال پورې به بشپړې شي.

دغه استوګنیز ښارګوټی چې د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت، پر څه باندې ۳۲ جریب ځمکه د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د «الغرافه خیریه موسسې» له خوا جوړېږي، د ۷۶۸ اپارتمانونو په لرلو سره اته ۱۲ پوړیز استوګنیز بلاکونه، درې سوداګریز بلاکونه، د دوه زره لمونځ‌کوونکو په ظرفیت یو جومات، دوه د نارینه او ښځینه‌وو ښوونځي او یو دارالایتام پکې شامل دي.

د ښارجوړونې او ځمګو وزارت ویاند کمال افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې پروژې لومړني کارونه د تېر حکومت پر مهال د «الغرافه موسسې» په مالي مرسته پیل شوي وو، خو وروسته د کرونا ویروس خپرېدو له امله دغه کار ودرېد.

هغه زیاته کړه، د ښارجوړونې وزارت تېر کال د «الغرافه موسسې» له مسوولینو سره اړیکه ونیوله، هغوی یې کابل ته راوبلل او ترې وغوښت چې د دغه ښارګوټي جوړولو چارې دې بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د یادې پروژې کار بېرته پیل شوی او د رغولو ۳۰ سلنه چارې یې ترسره شوې او هڅه کېږي چې هرڅومره ژر بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچینه زیاتوي، دغه استوګنیز ښارګوټی چې پر ۳۲ جرېب ځمګه جوړېږي، د استوګنې اته ۱۲ پوړیز استوګنیز بلاکونه، درې سوداګریز بلاکونه، یو د نجونو او بل د هلکانو ښوونځي، یو جومات او یو دارالایتام په‌کې شامل دي.

افغان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د مخکني حکومت د سرچینو په حواله په راپورونو کې د دغه پروژې لګښت ۱۱۰ میلیون ډالر ښودل شوی و، وویل، الغرافه په ټوله کې د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې ۱۱۰ میلیون ډالر مرسته کوي چې ۴۰ میلیون ډالر یې د قطر ښارګوټي لپاره دي.

 

سرچینې په دې اړه چې د استوګنې دغه بلاکونه به کومو کسانو ته وېشل کېږي وویل: «د هغه د وېشلو په تړاو معلومات نشته، کله چې دغه پروژه بشپړه شي بیا به د اسلامي امارت مشران پرېکړه کوي چې د کومو شرایطو له مخې خلکو ته ووېشل شي.»

د هغه په خبره، له یاد پروژې موخه هغو افغانانو ته د اوسېدو ځای برابرول دي چې سرپناه نه لري.

په ورته مهال، د یادې پروژې د ودانیزو چارو لپاره د ښارجوړولو او ځمکو وزارت استازي انجنیر عبدالوهاب صدیقي پژواک ته وویل، د یاد ښارګوټي چارې ۳۰ سلنه مخې ته تللې دي او ښايي تر راتلونکي یو کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه، په دغه پروژه کې څلور داخلي ودانیز شرکتونه کار کوي چې د ۵۰۰ کسانو لپاره په مستقیمه او ۵۰۰ نورو ته په غیرمستقیمه توګه د کار زمینه په‌کې برابره شوې ده.

Views: 205

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.