ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ځيني اوسېدونکي د سړک پر غاړو غذا پلورونکو پر فعالیت د څارنې غوښتنه کوي

30 May 2023 - 17:44
30 May 2023 - 17:44

هرات (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سړک پر غاړو د بېلابېلو خوړو پلورونکو پر فعالیت نه څارنې اندېښمن کړي او وایي، ډېر خوراکه‌پلورونکي د ګڼې ګوڼې په ځایونو او ازاده فضا کې خواړه پلوري او حفظ‌الصحه هم نه مراعتوي.

که څه هم په هرات کې له فسټ فوډ یا ژر چمتو کېدونکو خوړو څخه استفاده ډېره عامه شوې، خو د دغه ولایت اوسېدونکي ټينګار کوي چې باید د ښار د خوراکه‌پلورونکو پر فعالیتونو څارنه وشي او د هغوی لپاره ځانګړې غرفې او ځايونه وټاکل شي.

د هرات ښار د درېیمې ناحیې یوه اوسېدونکي سیداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر اشپزان په رسټورانټونو او یا فسټ فوډونو کې پاکوالی نه مراعتوي، آن څو ډوله پخلي کې له دستکشونو هم استفاده نه کوي.

نوموړي وویل: «یو اشپز د رسټوانت او فسټ فوډ ټول کارونه ترسره کوي چې نه دستکش لري او نه پاکوالی مراعتوي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی نورالله هم ادعا لري چې په رسټورانټونو کې د ګارسون او اشپزانو له خوا روغتیایي ټکي نه مراعتېږي، ښاروالي او اړوند بنسټونه باید د دوی له فعالیتونو هره ورځ کتنه وکړي.

د هغه په خبره، د یاد ولایت ښاروالي او د عامې روغتیا ریاست باید د رسټورانټونو، نخود پلورونکو، خوراکه‌پلورونکو او سانډویچ‌پلورونکو د څارنې لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړي څو د غیرصحي خوراکونو د پلور مخه ونیول شي او د ناروغیو کچه هم کمه شي.

په ورته وخت کې، یاد ولایت کې روغتیایي کارپوهان هم په دې باور دي چې په غیرمصون غذایي توکو کې ډېر ویروسونه موجود وي چې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

په هرات کې یو ډاکټر منوچهر مطهري وایي، د سړکونو پر غاړه پخېدونکي خواړه یا همدا سیمه‌ییز فسټ فوډ د ویروسونو او بېلابېلو ناروغیو یوه لویه سرچینه ده.

نوموړي وویل، نیم‌خام غذایي مواد، ناپاکه ترکاري او د دغو توکو پلورونکو له خوا روغتیایي ټکو ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې استفاده کوونکي یې پر بېلابېلو ناروغیو لکه اسهالات، استفراق، د وینې فشار لوړوالي، وینې غوړوالي، د وینې قند، غذایي مسموماتو او محرقې اخته شي.

هغه له اړوندو مسوولینو غواړي چې په یاد ولایت کې پر رسټوانټونو او ښاري فسټ فوډونو جدي څارنه ولري.

هغه وویل: « له بده‌مرغه په دې وروستیو کې غذایي حفظالصحه یا د سمو غذايي توکو اخیستلو برخه هیڅ په پام کې نیول کېږي، همدا موضوع ده چې ډېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو لکه د وینې غوړوالي، د وینې لوړ فشار او داسې نورو ناروغیو اخته کېږي.»

خو بلخوا بیا، د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین د ښار په کچه پر رسټوانټونو او خوراکه‌پلورنکو د جدي څارنې خبره کوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د چاپېریالي روغتیا امر عبدالنصیر شهبازي وایي چې د ښاروالۍ په همکارۍ به ډېر ژر ټولو خوراکه‌پلورونکو ته چې په ازاده فضا کې فعالیت کوي، ځانګړې غرفې ورکړل شي.

د هغه په خبره، د خوراکه‌پلورونکو لپاره د ځانګړو غرفو په جوړېدو سره به د هغوی ټول روغتیايي موارد کنټرول او مدیریت شي.

په ورته مهال، د هرات ښاروالۍ ریاست هم ویلي چې د دې ادارې د مارکېټونو د تنظیم امریت تل د رستورانټونو او نورو اصنافو له فعالیتونو څخه جدي څارنه کوي.

د روغتیایي کارپوهانو په خبره، د دغه ډول خوراکونو خوړل ښايي په اوږدمهال کې د وجود دفاعي او هضمي سیسټم ته ډېرې ستونزې جوړې او د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کړي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version