کابل (پژواک، ۱۲ غبرکولی ۱۴۰۲): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دوه سرتېري له ایران سره پولې ته نږدې په یوه وسلهوال برید کې وژل شوي دي.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د رویټرز اژانس له قوله راپور ورکړی چې برید د پاکستان او ایران له پولې سره د بلوچستان په سنګوان سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه پوسته شوی چې په پایله کې یې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
دغه برید د پاکستاني چارواکو له لوري په کلکه غندل شوی او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتي چې د دې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي او د یادې پېښې په تړاو له بشپړو څېړنو ډاډ ورکړي.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن