کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په لوګر او پکتيکا کې له څه باندې لس زره بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۲زره او دوه سوه بېوزلو او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې ووېشل شوې.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نائب خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۷۰۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
ده وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کيلوګرام غوړي، ۱۰ کيلوګرامه دال او ۷ کیلوګرامه مالګه ورکړل شول.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، له یو زر او پنځه سوه بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۷۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
له بلې خوا، د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې او طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاستونه وايي، نن د دغه ولایت په کچه له ۸۲۶۷ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د اړیکو مسوول شفیعالله همت پژواک اژانس ته وویل، نن د خوړو نړیوال پروګرام د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې له ۸۱۰۲ اړو کورینو سره مرسته کړې چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه دال او پنځه لیټره غوړي او د خوارځواکو مېرمنو او ماشومانو لپاره تقويتي خواړه ورکړل شول.
دغهراز، د پکتيکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس مولوي مطیعالله منصور وویل چې دوی له ۱۶۵ اړو کورنیو سره د غنمو او خېمو مرسته کړې ده.
ده زیاته کړه، یاد شمېر کورنیو ته په مجموعي ډول ۱۳ اعشاریه ۵ ټنه غنم او ۳۷ خېمې ورکړل شوې دي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن