کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولۍ ۱۴۰۲) د ژوندون ټلوېزیون مشر وایي، د مخابراتو وزارت د ياد ټلوېزيون د ځمکې قرارداد په برخه کې عقدوي او سیاسي چلند کوي خو د وزارت مسوولين بيا د هغه دغه څرګندونې ردوي.
د ژوندون ټلوېزیون د امتیاز خاوند اسماعیل یون نن په کابل کې «ژوندون د سیاسي توطیو په دام کې» ترسرلیک لاندې غونډه کې وويل چې ژوندون ټلوېزیون ته دغه څلور جريب ځمکه په ۱۳۸۷ کال کې د و خت د ولسمشر د دوو جلا حکمونو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یو ځانګړي لس مادهييز پروتوکول پر بنسټ د ٣٠ کلونو لپاره په کرايه ورکړل شوې ده.
نوموړى وايي، د همدغه پروتوګول له مخې، ژوندون ټلوېزيون ملکف دى د کلنۍ کرايې ترڅنګ د تړون په پاى کې ټول نامنقول تاسسات حکومت ته تسليم کړي.
دی وایي، ژوندون د یاد تړون ټولې مادې عملي کړې او اوس هم ورته ژمن دی، هغه له یاد وزارته غوښتنه کوي چې د یوه دولتي بنسټ په توګه خپلو ژمنو او لیکلي پروتوکول ته ژمن پاتې شي.
هغه زياتوي، که د مخابراتو وزارت مسوولين وغواړي چې دغه تړون له وخته مخکې پاى ته ورسوي، نو ورته په کار ده چې ژوندون ټلوېزيون د کړو لګښتونو بدل ورکړي.
يون وويل، د مخابراتو وزارت د پلاوي د سروې له مخې، ژوندون ټلوېزيون په دې سيمه کې پر تاسيساتو ۴۳۶۷۴۹۵۳ افغانۍ پانګونه کړې ده.
دى وايي، د مخابراتو وزارت د غبرګولي په ١١مه ژوندون ټلوېزيون ته مياشتنۍ کرايه ١٦ زره ډالره ټاکلې، بيا يې په تېرو کلونو کې ضرب کړې چې ټولټال ۲۶۸۸۰۰۰ امریکایي ډالره کېږي.
يون زياتوي چې د تېر حکومت د قرارداد له مخې، ژوندون ټلوېزيون د دغه ځاى کرايه په هر فصل کې يواځې ٢٤ زره افغانۍ ورکوي.
هغه وویل، مخابراتو وزارت هغه مهال د ١٦ زره ډالرو کرايې خبره وکړه چې د ژوندون د قانوني دلايلو او تاوان پر وړاندې بېځوابه پاتې شول.
يون وویل: «د اسلامي امارت د مشرتابه له مقامه په درناوي هیله کوو، څرنګه چې د مخابراتو وزارت سرپرست له ژوندون سره سیاسي او شخصي کینه لري، نو د دې احتمال هم شته یو شمېر چارواکي چې ډېر عمر یې د بېلابېلو دلایلو له امله پاکستان کې تېر کړی، د افغانستان د فرهنګي مرکزونو ړنګولو، بندولو او سقوطولو لپاره د هغه ځای له خاصو کړیو الهام واخلي.»
اسماعیل یون وویل: «هر څوک چې د ژوندون د فعالیت په باب خنډونه جوړوي، په مستقیم او نامستقیم ډول د پاکستان د استخباراتو د ستراتیژیکو هدفونو د تحقق لپاره زمینه برابروي.»
نوموړی وایي، د دې لپاره چې عدالت ښه تامین شي، ښه به وي چې له ژوندون سره د شوي تړون او دغه راز د دوی له خوا د جوړ شوو تاسیساتو د ارزونې په خاطر یو بېطرفه او مسلکي پلاوى وټاکل شي.
بلخوا بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پژواک ته وویل چې د يون دغه تورونه بې بنسټه دي او دوی یې په کلکه ردوي.
هغه زیاته کړه: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاد تورونه په کلکه ردوي او بې بنسټه یې بولي او هيڅ راز سیاسي او عقدوي برخورد نه دى شوى.»
نوموړی وایي، د ژوندون ټلوېزيون د ځمکې په اړه چې د مخابراتو وزارت ملکيت دى، له اسماعيل يون سره خبرې شوې نو ځکه يې اوس دغه شان تورونه لګولي دي.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن