ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره ټسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره ټسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

author avatar
8 Jun 2023 - 00:09
کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره ټسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه
author avatar
8 Jun 2023 - 00:09

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲):  د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې یوې ټسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه، خو راشد خان پکې نشته.

د مهالوېش له مخې به دغه ټسټ لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې اړوند په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

د کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډلې ته چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزی او نجات مسعود او ځوان ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی اظهار الحق نوید اضافه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز کریم جنت چې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس تېرو سیالیو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، هم د دې لوبډلې برخه دی.

د لوبډلې نوملړ: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، افسر خان ځاځی (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی. سربېره پر دې ضیاءالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شیرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

بلخوا کرکټ بورډ ویلي چې په دې ټسټ لوبه کې ځکه راشد خان نه دی اخیستل شوی.چې ډاکټر ورته د استراحت مشوره ورکړې ده.

کرکټ بورډ په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، راشد خان یوه اونۍ وړاندې د ملا په برخه کې درد پیدا کړ چې له امله یې د سریلانکا پر وړاندې په لومړیو دوو سیالیو کې هم ونه لوبېد.

نوموړی که څه هم په درېیمه لوبه کې د لوبډلې برخه و، خو د لوبډلې د مدیره پلاوي، فیزیو یا ډاکټر او غوراوي کمېټې د غړو ترمنځ له اوږدې سلا مشورې وروسته دا پرېکړه وشوه چې د نوموړي اوږدمهالې روغتیا ته باید پاملرنه وشي، له همدې امله د بنګله دېش پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټيسټ لوبې لپاره په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی، دا چې افغان لوبډله په راتلونکو څو میاشتو کې د اسیا جام او نړۍوال جام په څېر مهمې سیالۍ په مخ کې لري؛ نو د افغانستان کرکټ بورډ هم غواړي چې د راشد خان د روغتیا په اړه محتاط و اوسي. د نوموړي د ژر بېرته راتګ لپاره بېړه نه کوي او غواړي پوره ارام وکړي او له بشپړې روغتیا وروسته د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو د لوبلړیو ترڅنګ د راتلونکو سترو او مهمو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو واوسي.

د راشد خان ترڅنګ د ملي لوبډلې بل ځلانده لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم د ورانه (Groin) په برخه کې درد پیدا کړی و چې له امله یې نن د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ونه لوبېد.

د لوبډلې د ډاکټر په وینا چې نوموړی به له بشپړې درملنې لاندې وي ترڅو ژر تر ژره روغ او بیاځلې له لوبډلې سره یوځای شي.

[/restrict]

Views: 395

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.