ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«امریکا ته پر شرایطو برابر افغانانو د لېږد بهیر له پنځو تر لسو کلونو پورې غځېږي»

«امریکا ته پر شرایطو برابر افغانانو د لېږد بهیر له پنځو تر لسو کلونو پورې غځېږي»

author avatar
14 Jun 2023 - 07:11
«امریکا ته پر شرایطو برابر افغانانو د لېږد بهیر له پنځو تر لسو کلونو پورې غځېږي»
author avatar
14 Jun 2023 - 07:11

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په امریکا کې د افغانانو د لېږد ایتلاف مشر وایي، د امریکا متحده ایالتونو حکومت له افغانستانه پر شرایطو برابرو افغانانو د ایستلو بهیر له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې غځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) «د افغانانو د لېږد ایتلاف» په نوم د ۲۰۰ سازمانونو له یوې ډلې سره د پوهاوي سند لاسلیک کړ.

د یاد ایتلاف مشر شان وان ډایور وايي، د متحده ایالتونو حکومت له افغانستان څخه پر شرایطو برابرو افغانانو د لېږدولو بهیر له پنځو څخه تر ۱۰ کلونو پورې غځوي.

هغه د غبرګولي په ۲۳مه، له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، هغه افغانان چې د متحده ایالتونو په تکل درېیم هېواد ته رسېدلي، متحده ایالتونو ته یې د سفر چارې روانې دي، خو وخت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: «دغې پروسې یو څه پرمختګ کړی، د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره زموږ د کار پر مهال موږ ګورو چې د کډوالۍ پروسه له پیله تر پایه له دوو کلونو څخه ۶۰ ورځو او یا یوې میاشتې ته راکمه شوې چې دا یو مهم پرمختګ دی.»

وان ډایور وايي، په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کېږي او د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره ټینګار کوي چې پکار ده په دې اړه کانګرېس ته وړاندې شوې لایحه تصویب شي.

هغه زیاتوي: «کانګرېس په دې اړه خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی. کانګرېس تر اوسه د افغانانو د مېشتېدو قانوني طرحه نه ده تصویب کړې. کانګرېس د کډوالۍ پر یوه تخریب شوي سیسټم باندې متکي دی.»

د افغانانو د لېږد ایتلاف مشر وایي: «تر هغې چې کانګرېس د افغانانو د بېا مېشت‌کېدو قانوني طرحه پاس نه کړي، په دې اړه د ډېر څه ترسره کېدو تمه نه شي کېدای. د قوانینو د تصویب په تېره دوره کې دا طرحه وړاندې شوه، خو دا ځل په کانګرېس کې نه ده وړاندې شوې.»

وان ډایور وویل، د کانګرېس غړو ورته ویلي چې ډیموکراتان او جمهوريت‌غوښتونکي په ګډه په کانګرېس کې د پردې تر شا د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

د هغه په وینا، پر شرایطو برابرو افغانانو لپاره اړینه ده چې د پناه‌غوښتنې لپاره خپلې عریضې ورکړي او په امریکا کې د دایمي استوګنې لپاره ټولې لارې‌چارې ولټوي.

د یادونې ده ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د تخلیې پروګرام او تر هغې وروسته د بشردوستانه، اېس‌ای‌وي، پي‌ون، پي‌ټو او نورو پروسو له لارې شاوخوا سل زره افغانان د امریکا متحده ایالتونو ته لېږدول شوي دي.

[/restrict]

Views: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.