ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کانګو د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

22 Jun 2023 - 17:27
22 Jun 2023 - 17:27

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د طب برخې پوهان د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو ډېرېدو خبرداری ورکوي او وايي، له دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د څارویو حلالولو پر مهال محافظتي جامې واغوستل شي، غوښه له استفادې مخکې د شپږو ساعتونو لپاره په یخچال کې کېښودل شي او د نیم‌خامې غوښې له خوړلو ډډه وشي.

کانګو (وینه‌بهونکې تبه) څه ډول ناروغي ده او نښې یې څه دي؟

د کابل ښار د انتاني روغتون ټرېنر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژنس ته وویل چې د کانګو وینه‌بهونکې تبه یوه وژونکې مکروبي (ویروسي) ناروغي ده چې د ورږې (کنې) چیچلو له لارې انسان او حیوان ته خپرېږي‎.

د هغه په خبره، سخته تبه، د سر درد، د غړو درد، د غاړې شخ‌والی، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له روښنايۍ وېره چې زړه‌بدوالی او کانګې ورسره مل وي، د نس درد او اسهال د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې دي.

هغه زیاته کړه، دغه نښې نښانې له دوو تر درېیو ورځو د بې‌خوبۍ، بې‌علاقګۍ، خپګان او غوسه کېدو لامل ګرځي او د وخت په تېرېدو سره ناروغۍ سختېږي، پر جلد د سرو او شنو داغونو، د پزې او وریو وینې کېدو او په قی او غایطه موادو کې د وینې پیدا کېدو لامل ګرځي.

کانګو ناروغي څه‌ ډول خپرېږي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه پیغام کې لیکلي: «کانګو ویروس د ورږې وژلو، د محافظتي وسایلو لکه ماسک، دست‌کش، چپن څخه پرته د څاروي حلالولو او د نیم‌خامې غوښې خوړلو له لارې خپرېږي.»

په ورته مهال، ډاکټر فریدالله عمري وايي چې د کانګو ویروس د ورږې چیچلو له لارې د حیوان بدن ته داخلېږي او پرته له دې چې حیوان ناروغ شي، مکروب یې په بدن کې پاتې کېږي.

هغه وايي، یاده ناروغي د کنې یا ورږې چیچلو له لارې انسان ته لېږدېږي، یعنې که پر دغه مکروب ککړه ورږه انسان وچیچي، ویروس د وینې دوران ته داخل او انسان پر کانګو اخته کېږي.

د سرچینې په وینا، د دغې ناروغۍ مکروب د حیوان د وینې او مایعاتو او په دغه مکروب د ککړ کس له لارې روغو کسانو ته خپرېدی شي.

دغه‌راز، د وزیر محمد اکبرخان روغتون موظف او د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سید فریدشاه رفیعي وویل: «کانګو ناروغي د سالم جلد او تنفس له لارې سالم کس ته نه خپرېږي خو که لاس مو پر غوښه ککړ شي او بیا یې پر پزه، سترګه او یا خوله ووهو نو مکروب مو بدن ته ننوځي.»

هغه زیاته کړه: «بل کس ته د کانګو د لېږد بله لار جنسي اړیکه ده چې پر دغه ناروغۍ اخته کسان باید تر ډېره وخته ان تر رغېدو ډېر وخت وروسته هم جنسي اړیکه ونه نیسي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو.ایچ.او) په یوه پیغام کې ویلي، د کانګو ویروس د ورږې له نېش او یا د څاروي له حلالولو وروسته د هغه په وینه د ککړېدو له امله نورو کسانو ته خپرېږي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې: «دغه ویروس پر کانګو د اخته کسانو له وینې، ترشحاتو، غړو او نورو مایعاتو سره د تماس له امله‎ روغ کسانو ته خپرېدی شي.»

کوم کسان پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي؟

ډاکټران وايي چې مالداران، بزګران، قصابان، وترنران، روغتیايي کارکوونکي او هغه کسان چې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو درملنه کوي، پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو له ډېر ګواښ سره مخ دي.

پر کانګو د اخته کېدو مخنیوي لپاره څه وکړو؟

ډاکټر فریدالله عمري وویل، د څاریو حلالولو او پر غوا، پسه، وزې او داسې نورو څاریو د لاس وهلو په وخت کې باید له دستکش او محافظتي جامو-چې لستوڼي او لمن یې اوږده وي- کار واخیستل شي، له څارویو سره له تماس او د هغوی د ساتلو ځای پاکولو وروسته باید جامې او دستکش بدل شي.

هغه زیاته کړه، د کنو له منځه وړلو لپاره باید د څارویو ساتنې ځای (غوجلې) دواپاشي شي، هیڅکله باید د څاروي کنه په لاس لرې نه شي، له څاروي سره له تماس وروسته لاسونه باید په اوبو او صابون ومینځل شي.

هغه زیاته کړه، د کورنیو پوره ډاډمنتیا لپاره دې هڅه وشي چې غوښه له درېیو تر څلورو ساعتونو په یخچال کې کېښودل شي او بیا دې پخه شي؛ همداراز غوښه باید لومړی په اوبو کې وایشول شي او جوش شوې اوبه باید وغورځول شي او بیا دې پخه شي.

نوموړی دغه‌راز وايي: «د کباب له خوړلو دې د امکان تر بریده ډډه وشي، ځکه کباب په هغه اندازه چې باید پوخ شي نه پخېږي، د غوښې بولاني له خوړلو دې ډډه وشي، ځکه غوښه د اوړو په منځ کې په سمه توګه نه پخېږي او یوه برخه یې خامه پاتې کېږي.»

دغه‌راز، د فرانسې طبي انسټیټیوټ د اکمال تخصص پروګرام مسوول ډاکټر سیدمرتضی هوفیاني سپارښتنه کوي چې غوښه دې لږ تر لږه ۲۴ ساعته په یخچال کې کېښودل شي؛ څو مکروب یې له منځه لاړ شي او له هغه وروسته دې پخه او وخوړل شي.

هغه له قصابانو غوښتنه وکړه چې د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو، موزو او پیش‌بند څخه استفاده وکړي، هغه وسایل چې د څاروي پر وینه ککړ شوي، په خوله و نه وهي، حلال شوي څاروي دې له نیم ساعت تر پنځه څلوېښت دقیقو پورې پر خپل حالت پرېږدي څو له بدن څخه یې ټوله وینه او مایعات ووځي، د څاروي پوستکي لرې کولو لپاره دې له پمپونو کار واخیستل شي او وروسته په چټکۍ سره دې پوستکی له هغه ځایه لرې کړل شي.

هغه د عامې روغتیا او کرنې له وزارتونو غوښتنه کوي چې د یادې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ دې د څارویو او غوجلو دواپاشي هم په جدي ډول تعقیب کړي.

د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید‌ فریدشاه رفیعي وویل، د کانګو ناروغانو جنازې خښولو پر  مهال، هغه کس چې جنازې ته غسل ورکوي او خښوي یې، باید جدي تدابیر په پام کې ونیسي؛ ځکه دغه ناروغي د مړي د جنازې له لارې هم روغ کس ته انتقالېږي.

نوموړی وايي: «هغه څاروي چې له بهره واردېږي، باید چک شي او د پوره ډاډمنتیا لپاره دې څلور اونۍ قرنطین شي، هم څاروي او هم غوجلی باید دواپاشي شي، په عمومي ځایونو کې د څارويو حلالول د ویروس خپرېدل ډېروي؛ نو د څاروي حلالولو لپاره دې ځانګړي ځایونه په پام کې ونیول شي.»

د نوموړي په وینا، که څوک پر یادې ناروغي اخته کېږي او یا یې نښې په بدن کې شته وي، باید ژر تر ژره قرنطین شي او روغتیايي مرکز ته دې ځان ورسوي، همداراز د یادو ناروغانو پایوازان دې له خولۍ، عینکو، موزو، پیش‌‍بند او دستکشو کار واخلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان هم سپارښتنه کوي چې د څارويو حلالولو پر مهال دې له محافظتي جامو (ماسک، دستکش، پیش‌‍بند، عینک او سپینه چپنه چې په کنه‌وژونکو درملو ملوس وي) کار واخیستل شي.

دغه سازمان ویلي، د څارویو ساتلو ځای او څاروي باید دواپاشي شي او مسلخ‌خونې باید پر مکروب ضد موادو ومینځل شي.

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version