ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د څارویو حلالولو پر مهال دې له دست‌کش، ماسک او ځانګړو جامو استفاده وشي

16 Jun 2024 - 09:13
16 Jun 2024 - 09:13

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دست‌کش، ماسک‌، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.

د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټرانو په هېواد کې د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د قصابانو له لوري د عامې روغتیا وزارت او ډاکټرانو سپارښتنو نه عملي کېدل لامل دي.

هغوی سپارښتنه کوي چې قصابان او هغه کسان چې څاروي ساتي، هغو ته د نږدې کېدو پر مهال دې له احتیاطه کار واخلي او له ناروغۍ د مخنیوي تدابیر دې ولري.

د کابل انتاني روغتون د انتاني ناروغیو متخصص محمدصادق نعیمي وايي، کانګو ناروغي یوه ساري ناروغي ده چې د کنې چیچلو یا د څاروي له وینې یا غوښې سره د تماس له لارې انسان ته لېږدي.

هغه سپارښتنه وکړه، قصابان او هغه کسان چې څاروي ساتي، څارويو ته د نږدې کېدو پر مهال دې له احتیاطه کار واخلي او د مخنیوي تدابیر دې ولري څو له یوه اړخه خپله له کانګو ناروغۍ په امن کې پاتې شي او له بلې خوا دغه ناروغي نورو ته انتقال نه کړي.

ډاکټر نعیمي دغه‌ راز ټینګار وکړ چې پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره دې د حلالې پر مهال له دست‌کش، ماسک‌، عینکو او اوږدو جامو کار واخیستل شي.

ورته مهال، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدابراهیم وايي، که په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونه نیول شي، ښايي دغه ناروغي نوره هم ډېره شي.

هغه زیاته کړه چې تبه، ځان دردي، زړه بدوالی، سردردي، اسهال او داخلي او خارجي وینه بهېدنه، د سترګو درد او له رڼا سره حساسیت د کانګو ناروغۍ نښې دي.

ډاکټر دلیلي د اختر ورځو کې د قصابانو او خلکو له لوري د روغتیایي مواردو پر راعاتېدو د ټینګار ترڅنګ وویل: «د یادې ناروغۍ لپاره تر اوسه واکسین نه دی جوړ شوی، ۳۰ تر ۴۰ سلنه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو  سازمان د خوړو او کرنې ادارې (FAO) هم اندېښنه څرګنده کې چې ښايي د قربانۍ له اختر سره د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شي.

د عامې روغتیا وزارت د سه‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) اعلان کړی چې تېره میاشت په هېواد کې د یادې ناروغۍ ۲۰۳ مثبتې او ۶ د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې روان کال د دې ناروغۍ پېښې ۳۸ سلنه ډېرې شوې دي.

د ویلو ده چې د کانګو ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۹۴ کال کې د اوکراین په کریمیا ښار کې ثبت شوه او وروسته د کانګو په جمهوريت کې یې هم نښې ثبت شوې، له همدې امله د یادې ناروغۍ «د کریمیا وینې بهوونکې تبه –  کانګو» نوم خپل کړی چې په افغانستان کې یې معمولاً یوازې کانګو یادوي.

د کانګو تبه یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې انسان پرې اخته کېږي او ان د مرګ لامل یې ګرځي.

د یادې ناروغۍ اصلي لامل د کنې په نوم یوه حشره ده او اصلي سرچینه یې څاروي دي چې د کنې چيچلو او یا پر یاده ناروغۍ د اخته څاروي د غوښې خوړلو له لارې انسان ته لېږدي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version