Language

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې حمص کې یوه جومات کې چاودنه وغندله

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص ښار کې پر یوه جومات پرونی برید غندلی دی.

دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ د حمص ښار په وادي‌الدهاب سیمه کې د «امام‌علي بن ابي‌طالب» په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه چې لږ تر لږه اته کسانو پکې ژوند له‌لاسه ورکړ او څه باندې ۱۸ نور ټپیان شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت دغه برید په سختو ټکو غندي او له امله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د سوریې حکومت او خلکو تسلیت وړاندې کوي.