د جنوبي وزیرستان یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې
د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې پهکې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند د سیمهییز مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

























