ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سرپرست حکومت د اسراییلو له خوا مسجد الاقصی ته سپکاوی په کلکه وغنده

د افغانستان سرپرست حکومت د اسراییلو له خوا مسجد الاقصی ته سپکاوی په کلکه وغنده

author avatar
6 Jan 2023 - 01:37
د افغانستان سرپرست حکومت د اسراییلو له خوا مسجد الاقصی ته سپکاوی په کلکه وغنده
author avatar
6 Jan 2023 - 01:37

اټلانټا (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراييلو له لوري د فلسطين الاقصی جومات ته سپکاوی په کلکو ټکو وغنده.

د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د «صهيونېستي رژيم» د ملي امنیت وزیر له خوا د الاقصی جومات سپکاوی په کلکو ټکو غندي‏ او دغه کار د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی ګڼي.

سرچينې زياته کړې، د فلسطین د الاقصی جومات په ګډون د سپېڅلو ځایونو هر ډول سپکاوی له نړۍوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان تل د اسراييلو له لوري د فلسطين پر بې‌دفاع مسلمانانو ظلمونه او د هغه هېواد مقدسو ځايونو ته بې‌حرمتي غندلې او د مخنيوي په پار يې خپل غږ اوچت کړی دی.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس کې پر الاقصی جومات چاپه واچوله.

هغه سهار وختي د اسرائیلي پولیسو تر کلکې څارنې او امنیت لاندې حرم شریف ته داخل شوی و.

د اسرائیلي سیاستوال دغه کړنه چې په مسجد‌الاقصی کې له وضعیت څخه سرغړونه بلل شوې، د فلسطینیانو له خوا پر دغه مسجد د برید په توګه یاد شوی دی.

د فلسطین ادارې خبرداری ورکړی چې د مسجد‌الاقصی تاریخي حیثیت ته هر ډول صدمه رسول او سرغړونه به ناوړه پایلې ولري.

د فلسطين رسمي اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو رودين پر اشغال شوې فلسطیني خاوره د اسرائیلو د مېشت‌ځایونو د فعالیتونو زیاتېدو او هره ورځ د فلسطینیانو د وژلو او په اقصی کې ټولو دینونو ته د مساوي حقونو ورکړې پر خطرونو په ټینګار سره وویل چې د اقصی تاریخي حیثیت خرابول به جدي پایلې ولري او د جګړې د اعلان په معنا دی.

ابو رودین وړاندوینه وکړه چې دا پیچلې ستونزې د یوې نوې کړکېچنې او بې‌ثباته دورې لپاره لاره هواره کړه او یوه بله تاریخي دوره به تجربه شي.

Visits: 236

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.