منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ډاکټران

۲۲ راپورونه

راپورونه

ډاکټران: د څارویو حلالولو پر مهال دې له دست‌کش، ماسک او ځانګړو جامو استفاده وشي

د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دست‌کش، ماسک‌، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.

ډاکټران: د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول د ساري ناروغیو خپرېدو لامل کېږي

غور کې ډاکټران د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول ناسم ګڼي او وايي، دغه چاره د خطرناکو انتاني ناروغیو لامل ګرځي. دوی وايي، د فېروزکوه ښار په بېلابېلو ناحیو کې…

غړي

ډاکټران: د سړکونو د غاړې سلمانان باید له یو وار مصرف وسایلو استفاده وکړي

د کابل ښار د ځینو سړکونو پر غاړو داسې مهال د سلمانيانو شمېر ډېر شوی چې ځیني ډاکټران د سلمانانو له لوري د روغتیایي لارښوونو پر پامنیوي ټینګار کوي؛ ځکه حفظ‌ الصحې ته نه پاملرنه، له یوه کس نه بل ته د خطرناکو ساري ناروغیو د لېږد لامل ګرځي.‎

غړي

په اختر کې نوکریوال ډاکټران: هر ډول شرایطو کې د خپلو خلکو خدمت ته چمتو یو

روغتیايي پرسونل چې د نورو ورځو په څېر د اختر په شپو او ورځو کې هم د روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو په برابرولو کې بوخت دي، خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ ورڅخه غواړي چې په روغتونونو کې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.

غړي

د کوويډ- ۱۹ د ځینو روغتونونو ډاکټران د معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي

د کرونا روغتونونو د ډاکټرانو له لوري د معاشونو نه ورکړې په اړه له شکایتونو وروسته، عامې روغتیا وزارت دغه ستونزه مني او وایي چې د یادو روغتونونو لپاره د مرستندویانو د ملاتړ جذبولو لپاره له بهرنیو موسسو او نړیوالو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دی.

غړي

“د ارزوګان ولایتي روغتون ډاکټران د برېښنا نشتوالي له امله د موبایل رڼا ته د ناروغانو عملیات کوي”

د ارزوګان د ولایتي روغتون د جراحي څانګې مسوولین وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله د ولادي او نورو ناروغانو جراحي عملیات د موبایل رڼا ته کوي. اروزګان ولایت یوازې همدا ۵۰ بستریز روغتون…