ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: «پروبیوټیکونه» د کرونایي ناروغانو درمل نه دي

ډاکټران: «پروبیوټیکونه» د کرونایي ناروغانو درمل نه دي

author avatar
28 Jul 2022 - 18:57
ډاکټران: «پروبیوټیکونه» د کرونایي ناروغانو درمل نه دي
author avatar
28 Jul 2022 - 18:57

کابل (پژواک، ۶ اسد ۱۴۰۱): د انټرنټي پاڼو یو شمېر کاروونکي وايي، «پروبیوټیکونه» کولای شي د کوویډ-۱۹ پر وړاندې مبارزه کې مهم رول ولوبوي؛ خو ډاکټران د دې موضوع د ردولو ترڅنګ وایي، د دې درملو ډېر کارول ښایي د جانبي عوارضو لامل شي.

د «مهر خبري اژانس» له لوري «د کرونا د بشپړې درملنې په ډول له پروبیوټیکونو استفاده» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی و ویلي یې دي: «یوه نوې څېړنه ښیې چې پروبیوټیک د بدن د معافیت سیسټم کې مهم رول لوبوي او د کرونایي ناروغانو په ژر رغېدو کې مرسته کوي.»

سرچینې لیکلي: «د یو لړ څېړنو موندنې ښیي چې پروبیوټیکونه کولای شي د کووېډ – ۱۹ پر وړاندې مبارزه کې مهم رول ولوبوي. له همدې امله د کرونا درملنې پروتوکولونو سره د ضمیمې په توګه کارول کېدای شي.»

د «مجلۀ سلامت کیوان» په نوم انټرنټي سایټ «د پروبیوټیکونو د کارولو اهمیت او پر کرونا ناروغۍ یې اغېز» تر عنوان لاندې موضوع خپره کړې چې په کې راغلي: «تر اوسه مو شاید د پروبیوټیکونو په اړه اورېدلي وي «ښې باکتریاوې» چې کولای شي زموږ د روغتیا لپاره ګټورې وي. خو هغه په مختلفو ډولونو لکه خواړه چې په روغتیایي توګه بازار ته وړاندې کېږي، مصرفوو.»

د دغه مطلب په دوام کې راغلي: «دا باکتریاوې کېدای شي له کپسولونو، مستو، مشروباتو په توګه مصرف کړو، هغه د کولمو روغتیا ته د ګټې په نیت په خوړو کې اضافه کېږي، خو څیړنې ښیې چې دا ښایي زموږ د بدن د معافیت سیسټم لپاره ګټور وي او حتی کولای شي چې له کووېډ -۱۹ سره مبارزه کې مرسته وکړي.»

یوه بل انټرنټي سایټ «د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې د پروبیوټیکونو رول» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی او په کې راغلي، د ملي روغتیا کمیسیون او د چین د دودیزو درملو ملي ادارې وړاندیز کړی چې پروبیوټیکونه د کوویډ-۱۹ سختو ناروغانو لپاره د ثانوي باکتریايي عفونت د مخنیوي لپاره وکارول شي.»

د طب پوهان: پروبیوټیکونه د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او ډېر او غېر ضروري کارول یې د ناروغانو عوارض زیاتوي.

په انتاني روغتون کې متخصص او ټرېنر ډاکټر فريدالله عمري پژواک ته وويل، پروبيوټيکونه د کرونایي ناروغانو لپاره ځانګړي درمل نه دي، يوازې د بدن د دفاعي سيستم په پياوړتيا کې رول لري او هغه هم د اړتيا پر مهال تجویز شوي، دغه درمل باید هر مهال ونه کارول شي، ځکه ښایي جانبي عوارضو لامل شي.

نوموړي زیاته کړه: «پروبیوټیکونه انټي بیوټیک درمل نه دي او نه د کرونا ناروغانو په درملنه کې کوم ځانګړی اغېز لري، او نه هم پر نورو ویروسونو اغېز کوي، د کرونایي ناروغانو لپاره د پروبیوټیکونو کارول د بدن معافیتي، دفاعي سیسټم پیاوړی او ویروسي لکه کرونا او کولرا ناروغیو  پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي.»

په همدې حال کې په افغان – جاپان روغتون کې د کوويډ-۱۹ ټرېنر ډاکتر حشمت الله فيضي پژواک ته وويل، پروبيوټيک د کرونا ناروغانو ته نه توصيه کېږي، دا درمل يوازې هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې اسهال او د هضمي سیسټم ستونزې لري.

هغه وویل، خلکو ته سپارښتنه کېږي چې په مجازي پاڼو کې هیڅ هغه درمل ته پام ونه کړي چې د کرونا ناروغانو لپاره ګټور بلل کېږي، ځکه چې کارونکي لپاره ښایي جانبي عوارض ولري.

دغه‌راز د مزارشريف په روغتون کې د داخله او کرونا ناروغۍ متخصص ډاکټر محمد بصير وويل: «که څه هم پروبيوټيکونه د بدن د دفاعي سيستم په پياوړتيا کې د پام وړ رول لوبوي، په ځانګړې توګه په Immune، compromised ناروغانو کې، د بېلګې په ډول د HIV، هیپټاید C، هیپاتاید B، شکرې او نورو ناروغانو لپاره ښه اغېز کوي.»

نوموړی وایي، په دې وروستیو کې د روغتیا د نړۍوال سازمان (WHO) له لوري خپرې شوې څېړنې ښيي، دغه محصولات یعنې پروبیوټیکونه د کرونایي ناروغانو په رغېدو کې هېڅ رول نه لري.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.