ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې یو شمېر ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري بڼه لیکي

په کندوز کې یو شمېر ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري بڼه لیکي

author avatar
9 Dec 2021 - 10:05
په کندوز کې یو شمېر ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري بڼه لیکي
author avatar
9 Dec 2021 - 10:05

کندوز ښار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په کندوز ولایت کې يو شمېر ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري بڼه ليکي او ناروغان مجبوروي چې د دوی له اړوندو درملتونونو درمل وپیري.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په ټوله کې څه باندې ۳۵۰ درملتونونه موجود دي چې ټول یې قانوني جوازونه لري.

خو خلک وايي چې د درملتونونو له خوا زیاته ګټه، د درملو ټیټ کیفیت، د ډاکټرانو بې انصافي، د نسخو شفري لیکلو اوټیټ خدمتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز ناروغان او ناروغ لرونکي هم د ډاکټرانو له خوا د کوډ په ډول د نسخې له ليکلو شکايت کوي او له دولتي چارواکو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

د پژواک خبریال په دې اړه یوازې دوه شفري نسخې څېړلې او په څو درملتونونو کې یې د هغه نرخونه اخیستي دي.

لومړۍ نسخه چې څلور قلمه درمل په کې لیکل شوي وو، په عامه درملتونونو کې یې بیه له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو ده؛ خو د ډاکتر په اړوند درملتون کې یې بیه له ۵۰۰افغانیو لوړه ده.

دغه زار دویمه نسخه چې ۸قلمه درمل په کې لیکل شوي وو، په عامه درملتونونو کې یې بیه له ۵۸۰ تر ۷۲۰افغانیو وه؛ خو د ډاکتر په اړوند درملتون کې د هغه بیه ۸۲۰افغانۍ ده.

د پژواک د موندنو پر اساس، په کندوز ولایت کې هره روځ سلګونه نسخې په شفري ډول لیکل کېږي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې اړه مدني فعال کریم حساس پژواک اژانس ته وویل چې ځینې ډاکتران نسخې په رمزي ډول لیکلي چې یوازې د ډاکتر اړوند فارمسست یې اجراء کولای شي.

هغه وویل: «که یوه نسخه چې په شفري توګه لیکل شوې ده، په ټول بازار وګرځوو هیڅ درملتون نه شي کولای هغه اجراء کړي چې دغه کار خلک له ستونزو سره مخ کړي او د خلکو د پیسو حیف او میل ته یې زمینه برابره کړې ده.»

هغه وایي، دا چې کلیوال خلک ډېری سواد نه لري، او شفري نسخې یوازې د ځانګړي ډاکتر په درملتونو کې اجرا‌ء کېږي، نو اړ دي چې د درملو بیه هر ډول وي ور یې کړي.

د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ د سُجاني کلي اوسېدونکی غلام رسول چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره کندوز ښار ته راغلی، وايي چې د اړتيا وړ درمل يې نه شي پیدا کولای.

د ده په ​​وينا، ډاکټر د هغه ناروغ ته نسخه ليکلې، نوموړی چې هر درملتون ته لاړ شي، هغه درمل نه شي پیدا کولای کوم چې په نسخه کې ورته لیکل شوي دي.

غلام رسول وایي: « نورو درمل پلورونکو لارښوونه راته وکړه چې دا نسخه یوازې د ډاکټر په خپل درملتون کې موندل کېدای شي او بس، کله چې د ډاکټر خپل درملتون ته راغلم، نسخه یې اجراء کړه.»

د کندوز د ځوانانو د بنسټ غړي غلام محمد پژواک ته وويل چې يو شمېر ډاکټران نسخې د شفر پر بنسټ ليکي، څو ناروغان مجبور شي چې د اړتيا وړ درمل د ډاکترانو له درملتونونو واخلي.

هغه وویل: «زه په خپله شاهد یم چې ډاکټر له خپل لاندې درملتون سره اتباط لري، د ناروغ دغه ډول نسخه نورو درملتونونه نه شي اجراء کولای، نو ناروغ لرونکی اړ دی چې بېرته د همغه ډاکتر درملتون ته مراجعه وکړي څو درمل په هره بیه چې وي ویې پیري.»

دغه راز په کندوز کې د يوه درملتون فارمسست خالد تلاش وايي، چې د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفر په بڼه د نسخې ليکل، فساد ته لار هواري، ځکه ډاکټران هغه نسخه چې ناروغانو ته یې لیکي، په هر قیمت چې وي باید ناروغ یې واخلي.

هغه پژواک ته وویل: «که کوم ناروغ د بدخشان اوسېدونکی وي او شفري نسخه د دغه ولایت ټولو درملتونونو ته یوسي، هیڅ فارمسست نه شي کولای یاده نسخه ورکړي، نو بېرته اړ کېږي چې درمل له اړوند درملتونه ترلاسه کړي.»

خو په کندوز کې د عصبي او رواني ناروغیو متخصص ډاکتر احمد شمیم وویل: «ځینې ​​ډاکټران چې نسخې په شفري ډول لیکي، د ناروغ د ګټې لپاره یې لیکي ځکه چې کمپڼۍ فرق کوي چې نور درملتونونه بې کیفیته درمل ورنه کړي او ناروغ ژر ښه شي.»

د عامې روغتیا ریاست: د درملتونونو د څېړنې ټېم جوړ شوی دی

د کندوز د عامې روغتيا رييس قاري محمد انور بشير وایي چې په دغه ولايت کې ٣٥٠ درملتونونه او ١٨ خصوصي کلينيکونه موجود دي، چې دغه ټول روغتیایي بنسټونه قانوني جوازونه لري.

هغه پژواک ته وويل: “موږ يوه څېړنيزه ډله جوړه کړې، چې هره ورځ درملتونونه وڅاري او هغه کسان چې له قانون سرغړونه کوي، وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.”

هغه زياته کړه، هغه ډاکټران چې نسخې په شفري ډول لیکي، زموږ د څېړنيز ټيم له خوا ورته خبردارى ورکړل شوی چې که داسې عمل وکړي، نو پلټونکی ټيم به يې معلوم کړي، درملتون به يې وتړل شي او جدي پلټنې به ترې وشي.

ده وويل: “زه په خپله انکار نه شم کولای چې په کندوز کې ستونزې نشته او د ځينو ډاکټرانو له لوري په شفري ډول د نسخو لیکلو په اړه مو ډېرې غونډې کړې دي او اړوندو مسوولينو ته مو لارښوونه وکړه چې هيڅ کله منفي فرهنک چې له طبي اخلاقو سره په ټکر کې دی، دود نه شي.»

خو هغه وايي چې طبي اخلاق فردي عمل دی چې هر ډاکټر یې باید مراعات کړي.

ده وويل: “موږ ډاکټران، درملتونونه او کلينيکونه تعقيبوو، څو ناروغان په شفري یا قیدي ډول نسخې ونه ليکلي او بيا که څوک له قانون څخه سرغړونه کوي، عدليې او قضایي بنسټونو ته به وسپارل شي.”

د يادونې ده چې پر کندوز سربېره په کابل او نورو ولايتونو کې هم يو شمېر ډاکټران نسخې د شفر په بڼه ليکي، چې خلک يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

Visits: 3441

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.