ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د جاغور ناروغۍ مخنیوي لپاره له ایوډین‌لرونکو خوړو او مالګې استفاده وکړئ

ډاکټران: د جاغور ناروغۍ مخنیوي لپاره له ایوډین‌لرونکو خوړو او مالګې استفاده وکړئ

author avatar
16 May 2023 - 16:10
ډاکټران: د جاغور ناروغۍ مخنیوي لپاره له ایوډین‌لرونکو خوړو او مالګې استفاده وکړئ
author avatar
16 May 2023 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): ډاکټران د انسان په بدن کې د ایوډین مالګې کموالی پر جاغور ناروغۍ د اخته کېدو یو اساسي لامل بولي او سپارښتنه کوي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره د ایوډین‌لرونکو خوړو ترڅنګ باید له ایوډین لرونکې مالګې څخه استفاده وشي.

جاغور څه ډول ناروغي ده او پرې د اخته کېدو لامل څه دی؟

د ډاکټرانو په خبره، په غیرطبیعي ډول د تایرایډ غدې غټېدل پر جاغور ناروغۍ د اخته کېدو لامل ګرځي، د زړه ضربان زیاتېدل، د وېنې خفیف فشار زیاتېدل، ناکراري، ډېر خولې کېدل، د څټ، خاصرې لګن او ورنونو برخې کمزوري، کم‌خوبي، د وزن کموالی، د وېښتانو تویېدل، کم ا‌شتهایي او نور د یادې ناورغۍ عمده علایم دي.

د داخله ناروغیو متخصص او د کابل په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې مؤظف ډاکټر سید فریدشاه رفیعي پژواک خبري اژانس ته وویل، په افغانستان کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم او په دې اړه باید څېړنه وشي.

خو هغه وايي: «جاغور هغه ناروغي ده چې زموږ د هېواد د لرو سیمو په اوسېدونکو کې چې ایوډین لرونکې مالګې او خوړو ته لاسرسی نه لري، زیاته ده.»

د هغه په خبره، په معمول ډول ټول جاغورونه نښې نښانې نه لري، خو په عمومي توګه د جاغور اعراض او علایم دا دي چې د ستوني په وروستۍ برخه کې یو کوچنی خو د لیدو وړ تورم رامنځته کېږي؛ همداراز نفس تنګي، د غږ ټيټېدل، د خوړو په ژولو کې ستونزه، د لاسونو رپېدل، د زړه ټکان او بدن ګرمېدل د دغې ناروغۍ نور علایم دي.

ډاکتر رفیعي زیاته کړه، د زړه او رواني ناروغیو او امېدوارۍ پر مهال د ځینو درملو خوړل او د امېدوارۍ پر مهال چې یو شمېر هورمونونه غټېږي، پر جاغور ناروغۍ د اخته کېدو لامل ګرځي.

نوموړی وايي: «ایوډین د تایرایډ غدې په وده کې ډېر رول لري، خو کله چې د ایوډین له کموالي سره مخ کېږو نو د جاغور رامنځته کېدو لامل ګرځي، په غرنیو سیمو کې چې خلک یې د غرونو مالګه او د چینو‎ اوبه کاروي، دا چې ایوډین نه لري نو د جاغور ناروغۍ لامل کېږي.»

هغه له خلکو غواړي چې پر یادې ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره په خوړو کې ایوډین لرونکې مالګه وکاروي او که کوم کس د جاغور پورته یادې شوې نښې په خپل بدنې کې وویني نو هر څومره ژر باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.

په ورته مهال، د کابل په طبي پوهنتون کې د سینې او زړه د جراحي ډیپارټمنټ استاد احمد فواد وردګ وویل: «تایراید غده د ستونې په مخکنۍ برخه کې ده چې په نورمال حالت کې نه لیدل کېږي، خو که د اندوکراین غده په سلیم شکل لویه شي، نو جاغور یې بولو.»

هغه هم یادې شوي علایم د جاغور ناروغۍ عمده علایم وبلل او ویې ویل، پر دغې ناروغۍ د غرنیو سیمو خلک ډېر اخته کېږي او په افغانستان کې ډېر خلک په بدخشان او سالنګونو کې پرې اخته دي؛ ځکه د دغو سیمو اوبه ایوډین نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ باید کافي ایوډین لرونکې اوبه او خواړه وکارو او په غوړیو کې ایوډین اضافه شي څو دغه ناروغي وقایه شي… د ځینو سیمو د څښاک اوبه د کلسیم ډېر مرکبات  لري، د ډېرو کلسیمو اخیستل هم د ایوډین د جذب لامل کېږي او کس د ایوډین له کموالي او بالاخره پر جاغور اخته کېږي.»

د هغه په وینا، پر جاغور ناروغۍ اخته کسان باید د کلسیم لرونکو مرکباتو له کارولو ډډه وکړي او سبزیجات او هغه خواړه وخوري چې ډېر ایوډین لري او په ځينو کتابونو کې لیکل شوي چې کرم او ګلپي هم کولای شي د تایرایډ غدې په وسیله د ایوډین جذب کم کړي او که له دغه دوه ډوله ترکارۍ ډېره استفاده وشي نو د تایرایډ غدې د کمزوري کېدو او جاغور رامنځته کېدو لامل ګرځي.

ډاکټر وردګ په هېواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه وویل: «کره شمېر نه لرو او باید په ملي کچه په دې اړه څېړنه وشي.»

هغه د جاغور درملنې په هکله وویل: «جاغور داسې ناروغي ده چې ډېرې مودې ته اړتیا لري، څو د یوه کس درملنه وشي؛ که جاغور کوچنی وي موږ یوازې د درملو له لارې د هغه درملنه کوو خو که چېرته جاغور لوی وي نو بیا یې عملیاتوو.»

نوموړي هغو کسانو ته چې روغ دي او په هغه سیمو کې اوسېږي چې د جاغور پېښې په‎کې زیاتې دي، سپارښتنه وکړه چې له ایوډین لرونکې مالګې او خوړو استفاده وکړي، څوک چې پرې اخته دي نو خپله درملنه دې وکړي او په چا کې چې یې علایم وي نو روغتیايي مرکز ته دې مراجعه وکړي.

ناروغان د ژر بېرته رغېدو هیله لري

د بامیان اوسېدونکې ۴۶ کلنه زهرا چې پر جاغور ناروغۍ اخته او په قلبي صدري وعايي روغتون کې بستر ده وايي: «درې ورځې کېږي چې راغلي یو او ډاکټر وايي چې باید عملیات شې.»

هغه پر دې ناروغۍ له اخته کېدو رنځېږي او هیله لري چې هر څومره ژر روغه شي.

د کابل شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې ۵۰ کلنې نسیمې وویل: «دوولس کاله کېږي چې جاغور لرم، په وروستیو کلونو کې غټېده، تر دې چې ډوډۍ مې نه شوای تېرولای، بیا ډاکټر ته راغلم او عملیات یې کړم او اوس لږ ښه یم.»

هغه د روغتون له خدمتونو خوښي څرګندوي او وايي، اوس ډېره ښه شوې او خوشحاله ده چې له دې ناروغۍ خلاصه شوې ده.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.