لښکرګاه (پژواک، ١١ غویی ١٤٠٥): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې شپږ مېرمنې او دوه ماشومان اوبو وړي؛ له دې ډلې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی، دوې ژغورل شوې او څلور تنه نور تر اوسه لادرکه دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس حافظ عبد الباري راشد وایې، شپږ مېرمنې د ناوې ولسوالۍ په عینک سيمه کې د هلمند سیند وړې دي.
هغه نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې پژواک ته وویل: “شپږ مېرمنې د هلمند سېند وړي چي دوې یې ژغورل شوې، دوې شهيدانې شوي او دوې لا تر اوسه لادرکه دي.”
د هغه د معلوماتو له مخې، يوه تن د خپل کور شپږ تنه ښځینه غړي په یوه موټر کې له یوې سیمي څخه بلي سیمي ته لیږدولې او د یوې لنډي وقفې لپاره د هلمند سیند په غاړه کې دمه شوي وو.
راشد زیاتوي: “متاسفانه لومړی يوه د ډېر عمر لرونکې مېرمن د هلمند سېند اوبو وړې وه، ورپسې پنځو نورو مېرمنو د هغې د ژغورلو هڅه کوله چې په پايله کې هغه د ډېر عمرلرونکې مېرمن ژغورل شوې، یوه بله مېرمن هم ژغورل شوې او د پاتې څلورو مېرمنو له ډلې دوو ژوند له لاسه ورکړی او دوې نورې تر اوسه نادرکه دي، خو د موندنې هڅې یې رواني دي.
دغه راز د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل چې نن غرمه مهال یوه نجلۍ او یو هلک هم د ناوې ولسوالۍ په “سرخدوز” سیمه کې د هلمند سېند وړي او تر اوسه لادرکه دي.