ژبه

اف‌بي‌آی د ایران لپاره پر جاسوسۍ تورنې پخوانۍ مامورې د نیولو لپاره ۲۰۰ زره ډالر جایزه ټاکلې

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۵): د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې، اف‌بي‌آی، اعلان کړی چې د هغو معلوماتو په بدل کې ۲۰۰ زره ډالر جایزه ورکوي چې د امریکا د هوايي ځواک د پخوانۍ استخباراتي مامورې مونیکا ویت د نیولو او محاکمې لامل شي؛ هغه د ایران لپاره پر جاسوسۍ تورنه ده.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، مونیکا ویت، چې د امریکا د پوځ پخوانۍ غړې او د ضدجاسوسۍ ماموره وه، د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د کولمبیا ناحیې د فدرالي منصفه پلاوي له خوا پر جاسوسۍ تورنه وپېژندل شوه. پر هغې تور دی چې د امریکا د ملي دفاع اړوند معلومات یې د ایران حکومت ته سپارلي دي.

په راپور کې د واشنګټن د اف‌بي‌آی د ساحوي دفتر د خبرپاڼې په حواله راغلي چې ویت پخوا د امریکا د هوايي ځواک استخباراتي متخصصه او د هوايي ځواک د ځانګړو څېړنو په دفتر کې ځانګړې ماموره وه. هغې له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۸ کال پورې په پوځ کې دنده ترسره کړې او وروسته تر ۲۰۱۰ کال پورې د امریکا له حکومت سره د قراردادي په توګه کار کړی دی.

په راپور کې راغلي: «چارواکي ادعا کوي چې ویت په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته پناه یووړه او د امریکا د ملي دفاع او امنیتي پروګرامونو حساس او محرم معلومات یې د ایران حکومت ته وسپارل. دغو معلوماتو له هېواده بهر د امریکايي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړ. هغې د ایران د حکومت په استازیتوب داسې څېړنې هم ترسره کړې چې ایراني چارواکو ته یې د امریکا په حکومت کې د هغې د پخوانیو همکارانو د هدف ګرځولو زمینه برابره کړه.»

اف‌بي‌آی ویلي چې ایران ته د ویت پناه وړل د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په ګټه و؛ هغه بنسټ چې ځینې برخې یې د استخباراتو راټولولو، غیرمعمول جګړو او د هغو څو ترهګرو سازمانونو د مستقیم ملاتړ مسوولیت لري چې د امریکا وګړي او ګټې هدف ګرځوي.

ویل کېږي چې مونیکا ویت په فارسي ژبه خبرې کوي، په ایران کې ژوند کوي او ښايي له مستعارو نومونو لکه «فاطمه زهرا» یا «نرګس ویت» څخه کار واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې د هغې د موندلو او محاکمې هڅې لا هم په فعاله توګه روانې دي.