ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: سالمه تغذیه کرونا ته ماتې ورکوي

ډاکټران: سالمه تغذیه کرونا ته ماتې ورکوي

author avatar
4 May 2022 - 18:11
ډاکټران: سالمه تغذیه کرونا ته ماتې ورکوي
author avatar
4 May 2022 - 18:11

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۱): د طب پوهان پر غوره او سالمې تغذیې ټینګار کوي، وایي چې سالم خواړه د کرونا په مخنیوي کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه د بدن د معافیت سیسټم د لوړېدو لامل ګرځي.

د کرونا ناروغۍ پراخېدل د دې لامل شو چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د کارپوهانو او متخصیصنو له لوري ځینې تغذیوي سپارښتنې وشي؛ ډېری دا سپارښتنې پر دې ټینګار کوي چې څه باید وخورو او څه ونه خورو څو پر کرونا اخته نه شو، او دغه راز د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره د غوره تغذیې اړوند لارې چارې وړاندې شوي دي.

هغه څه چې یادو متخصیصنو پرې ټینګار کړی دا دي چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو پر مهال اړینه ده چې د مقاومت کچې لوړولو لپاره د بدن د اړتیا وړ ویټامینونه د غذايي سرچینو له لارې چمتو شي.

د افغان-جاپان روغتون د بیړنۍ څانګې مسوول ډاکټر حشمت فيضي له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل، له کرونا څخه د  مخنیوي لپاره سالم خواړه ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې خواړه د بدن معافیت لوړوي.

هغه زیاته کړه: «یو کس باید هغه خواړه وخوري چې ویټامین C، A، E او D ولري، ځکه چې د انسان د بدن معافیت په لوړولو کې بنسټیز رو لري.»

نوموړي وویل چې خلک باید پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي او بدن د معافیت سیسټم لوړولو لپاره سالم خواړه ولري.‎

فیضي زیاته کړه: «هېوادوال باید له مېوو او سبزیجاتو ګټه په منظم ډول ګټه واخلي، څو  پر کرونا ناروغي اخته نه شي.»

سرچينه وايي، کله چې یو څوک پر کرونا ناروغۍ اخته کېږي بايد منظم خوراکي مهالوېش ورته جوړ شي؛ ناروغ ته باید د نورو مقوي خوړو تر څنګ ترکاري، مېوه او د مېوو مختلف جوسونه ورکړل شي.»

نوموړي څرګنده کړه چې د خوړو منظم مهالویش لرل د کرونا ناروغانو په بېرته ښه کېدو کې بنسټیز رول لوبوي.

په ورته مهال، په یوه روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر باعث احدپور پژواک ته وویل چې سالم خواړه د بدن له اساسي څخه برخو دي.

هغه زیاته کړه: «سالمه تغذیه له کرونا ویروسه د بدن په ساتلو کې مستقیم اغېز لري؛ ځکه سالم خواړه د بدن مقاومت لوړوي او د بدن دغه معافیت چې د انسان په بدن کې د ځانګړو حجراتو او اجزاوو ټولګه ده، له شخص څخه د ویروسونو، باکتریاوو او نورو انتاناتو پر وړاندې ساتنه کوي.»

هغه وایي، هغه خواړه د بدن معافیت لوړوي چې وېټامینونه او منرالونه ولري.

د «لویدیځ اذربایجان د طبي علومو او روغتیایي خدماتو پوهنتون» په نوم یوه پوهنتون «د کرونا ویروس په درملنه او مخنیوي کې  سالمه تغذیه» تر عنوان لاندې موضوع مطرح کړې ده.

سرچینې ليکلي: «د بدن د معافیت سیسټم په قوي کولو کې د تغذیې رول، په یاد ولرئ چې که په عادي حالت کې وي او یا په بیړني حالت کې، لازمه ده چې د ټولو خوړو په مصرف کې توازن او تنوع مراعات شي. تعادل، د بدن د سالم ساتلو لپاره د اړتیا وړ غذایی توکو کارولو په معنا ده.»

په مطلب کې راغلي چې یو کس باید هره ورځ له ځینو خوړو لکه ډوډۍ، سبزیجاتو، مېوو، شېدو او د هغه نور محصولاتو، غوښه، هګۍ، حبوباتو او مغزیاتو څخه استفاده وکړي.

د سرچینې په وینا، له مغزي موادو کافي استفاده کولای شي چې د بند دفاعي سیسټم پیاوړی کړي او بدن د مختلفو ناروغیو په ځانګړي ډول د کووېډ-۱۹ ویروس پر وړاندې پیاوړی کړي.

د کابل اوسېدونکى محمد دروېش وايي، نيکه يې تېر کال پر کرونا اخته شوى و او ټوله کورنۍ يې د هغه عمر لوړوالي او کمزوري بدن له امله اندېښمنه ​​وه.

خو نوموړي وویل چې نيکه ته يې د ډاکټرانو په سپارښتنې يو منظم خوراکي سیسټم جوړ کړ او زياتې مېوې او سبزيجات يې ورکول.

هغه زیاته کړه: «نیکه مې په کرونا اخته شوی و؛ خو د ورځې یې څو ځله له مېوې استفاده کوله او خپل پاخه عمر سره یې، کرونا ته ماتې ورکړه.»

ډاکټران خلکو ته پر سالمو خوړو سربېره دا سپارښتنه هم کوي چې روغتیایي لارښوونې لکه د یو متر واټن مراعاتول، ماسک کارول او په اوبو او صابونو څو ځله د لاسونو مینځل هم په پام کې ونیسي.‎

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.