Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځينو انټرنېټي پاڼو، د یوه ویډیويي کلېپ په خپرولو سره ویلي، له قیلون سره د نعنا اوبو څخه استفاده کول، د کرونا درملنې ته ګټه لري؛ خو د طب پوهان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع ردوي او وایي، نه یوازې دا چې ګټه نه لري او یوه اوازه ده بلکې قیلون روغتیا ته زیان رسوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په هېواد ۸،۶ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی او له دغه وزارت سره ۶ میلیونه دوزه نور واکسین هم شته دی.
د ټولنيزو شبکو او انټرنټي سايټونو کاروونکي د ځینو مطالبو په خپرولو سره وايي، پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره د زردچوبې کارول ګټور دي؛ خو متخصصین یې بیا ردوي او وایي چې دا موضوع علمي بنسټ نه لري.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې پر کرونا ویروس اخته د مثبتو پېښو ناروغانو شمېر له دوه برابره او د مړینې شمېر درې برابره لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه ۱۷۸زره او ۹۹۶ کسان په دې ویروس اخته شوي چې له دې ډلې، ۷زره او ۶۸۵ نارغان مړه شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت بیا د دغو شمېرو په تایید سره وایي چې په دې وروستیو میاشتو کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.
د باغیس ځیني اوسېدونکي، په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره کورني او د طبي بوټو درمل کاروي چې ډاکټران د کرونا درملنې په موخه په خپل سر کورني او طبي بوټو درمل کارول ناسم کار بولي او خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د رعایتولو سپارښتنه کوي.
ډاکټرانو، د پزې اسپرې وړاندیز کېدو هغه خبرونه حقیقت بللي چې د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا ویروس د ننوتلو مخه نیسي، خو وايي، له دې اسپرې باید د ډاکټر له مشورې پرته استفاده ونه شي؛ ځکه کېدای شي چې ځینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.
د طب پوهانو، د کرونا واکسین د تقویتي دوز تزریقول پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په مخنیوي کې اغېزناک بولي او خلک تطبیق ته یې هڅولي دي.
د طب پوهان پر غوره او سالمې تغذیې ټینګار کوي، وایي چې سالم خواړه د کرونا په مخنیوي کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه د بدن د معافیت سیسټم د لوړېدو لامل ګرځي.
خلک او د مجازي شبکو ځیني کاروونکي کلوروکین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټور درمل ګڼي؛ خو د طب برخې پوهان وايي چې له دې درملو استفاده نه یوازې د کرونا درملنې ته ګټه نه کوي بلکې زیان هم رسوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن