ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو میاشتو کې افغانستان کې ۹۱۴۵ کسان پر کرونا اخته او له امله یې ۷۶ کسان مړه شوي

څلورو میاشتو کې افغانستان کې ۹۱۴۵ کسان پر کرونا اخته او له امله یې ۷۶ کسان مړه شوي

author avatar
1 Feb 2023 - 14:47
څلورو میاشتو کې افغانستان کې ۹۱۴۵ کسان پر کرونا اخته او له امله یې ۷۶ کسان مړه شوي
author avatar
1 Feb 2023 - 14:47

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو دي، خو بیا هم په دې موده کې د دې ناروغۍ ۹۱۴۵ پېښې ثبت شوې او ۷۶ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، پر کرونا له یادو اخته کسانو تر اوسه ۷۹۸۹ بېرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کچه  ۱۲ میلیون کسانو ته د کرونا ویروس واکسین ورکړل شوی او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تېر کال د سپټمبر له ۲۲ بیا د اکټوبر تر ۲۲مې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۳۰ زره مشکوکې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۳۸۹۵ مثبت ثابت شوې او په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۲۳ کسان مړه شوي او ۲۶۲۳ نور بېرته روغ شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د اکټوبر له ۲۲مې بیا د نومبر تر ۲۲مې د یادې ناروغۍ څه باندې ۲۴۰۰۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۲۹۰۳ مثبت ثابتې شوې او په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۱۴۵ کسان روغ شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د نومبر له ۲۲مې بیا د ډسمبر تر ۲۲مې د دې ناروغۍ نږدې ۱۹۰۰۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۱۵۰۴ مثبت ثابتې شوې او په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۱۵ کسان مړه او ۱۶۴۷ نور روغ شوي دي.

د سرچینې معلومات ښیي چې د ډسمبر له ۲۲مې بیا د جنوري تر ۲۳مې د دې ناروغۍ نږدې ۹۶ زره مشکوکې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۸۴۳ مثبت ثابتې شوې او په دې موده کې ۲۷ کسان ترې مړه او ۵۷۴ نور بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا په وزارت کې د ثبت شوو شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې تر ټولو ډېرې پېښې په هرات، ننګرهار، غزني او میدان وردګو ولایتونو او تر ټولو کمې په بغلان، سمنګان، جوزجان او اروزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات کې ۱۱۳۷، ننګرهار کې ۷۱۸، غزني کې ۶۰۴، وردګو کې ۵۸۲، کاپیسا کې ۴۱۲، کونړ کې ۳۸۲، زابل ۳۷۴، بامیان کې ۳۱۰، دایکنډي کې ۲۹۷، لغمان کې ۲۹۷، پکتیکا کې ۲۹۷، نیمروز کې ۲۹۵، لوګر کې ۲۶۷، کابل کې ۲۵۹، پنجشېر کې ۲۴۳، فراه کې ۲۳۶، تخار کې ۲۱۹، غور کې ۲۱۸، کندهار کې ۲۱۸، کندوز کې ۲۰۲، پروان کې ۱۹۴، بدخشان کې ۱۷۶، سرپل کې ۱۴۸، پکتیا کې ۱۴۴، بادغیس کې ۱۳۸، بلخ کې ۱۱۵، هلمند کې ۱۱۱، خوست کې ۹۹، نورستان کې ۹۴، فاریاب کې ۹۰، اروزګان کې ۸۸، جوزجان کې ۶۸، سمنګانو کې ۵۹ او په بغلان کې ۵۴ د کرونا ویروس مثبت پېښې ثبت شوې دي.

خلک د موسمي ناروغیو او کرونا په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په هېواد کې د هوا له سړېدو سره موسمي ناروغۍ، لکه زکام، سردرد، ځان درد، سینه او بغل زیات شوي خو ځیني خلک په دې اند دي چې همدا کرونا ناروغي ده.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالکریم وایي: «کېدای شي همدا موسمي ناروغۍ هم کرونا وي، خو خلک یې همداسې عادي تېروي، پخوا خلکو له کرونا ډېره زیاته وېره درلوده، خو اوس هغه وېره نشته، نو ځکه عادي تېرېږي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدنکی شفیع‌الله هم وایي: «همدا زکامونه او سردردۍ چې اوس په ژمي کې موجود دي، کېدای شي کرونا وي.»

خو سهراب بیا وایي: «کرونا په هېواد کې پای ته رسېدلې، زکام شته، خو د کرونا خطر اوس په هېواد کې نشته.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر مخ پر کمېدو دی او اصلي لامل یې دا دی چې تر اوسه په هېواد کې ۱۲ میلیون کسانو ته د دې ناروغۍ واکسین شوی دی.

زمان وایي، د ژمي پر مهال ځینې موسمي ناروغۍ هم وي، په هېواد کې د کرونا کچه هم کمه شوې، خو لا هم دغه ناروغي شتون لري. هغه له خلکو وغوښتل چې ماسک وتړي او په دې تړاو د عامې روغتیا وزارت نورې صحي لارښوونې هم په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د واکسین ۳۸۰ مرکزونه فعالیت کوي.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې تر ۱۵ پورې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ ځانګړې وارډونه یا روغتونونه شتون لري او په ولایتي کچه هم په روغتونو کې د دې ناروغۍ ځانګړې څانګې فعالې دي.

زمان وایي، د عامې روغتیا وزارت په نږدې راتلونکي کې د هغو کسانو لپاره چې پخوا یې واکسین ترلاسه کړی، د تقویتي واکسین د تطبیق لړۍ هم پیلوي څو یې د وجود معافیت نور هم لوړ شي.

ده کره شمېرې شریکې نه کړې خو زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا وزارت په کافي اندازه د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ واکسین لري.

کرونا ویروس په څلورو میاشتو کې له ۷۶ کسانو ژوند اخیستی

د کرونا ویروس له امله په تېرو څلورو میاشتو کې تر ټولو ډېر کسان په فاریاب، هرات او ننګرهار کې او ټر ټولو لږ په پروان، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې مړه شوي دي.

دغه کسان د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې مړه شوي او په پاتې ۱۱ نورو ولایتونو کې په دې موده کې له دې امله څوک نه دي مړه شوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په فاریاب کې ۱۵، هرات کې ۱۱، ننګرهار کې ۸، خوست کې ۶، کندوز، بلخ او نورستان کې څلور، څلور، میدان وردګو او کونړ کې درې، درې، غزني، لغمان، کابل، فراه او هلمند کې دوه، دوه، دایکنډي، پکتیکا، پنجشېر، تخار، کندهار، پروان، پکتیا او جوزجان کې یو، یو کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې لومړی د چین په اوهان ښار او د څه وخت په تېرېدو سره په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر اوسه ټولې شاوخوا ۲۰۸ زره او ۴۵۲ د کرونا مثبت پېښې ثبت شوې او له امله یې ۷۸۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د یادې ناروغۍ څه باندې ۶۷۵ میلیون پېښې ثبت شوې او له امله یې څه باندې ۶.۷ میلیون کسانو ژوند بایللی دی.

Visits: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.