ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۴۷ ورځو کې زرګونه کسان پر کرونا اخته شوي

په تېرو ۴۷ ورځو کې زرګونه کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
18 Aug 2022 - 10:41
په تېرو ۴۷ ورځو کې زرګونه کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
18 Aug 2022 - 10:41

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو نږدې ۵۰ ورځو کې تر ۶۸۶۰ کسانو ډېر پر کرونا اخته شوي، خو ډېر شمېر یې د وروستیو ۱۷ ورځو ناروغان دي.

کرونا ویروس په لومړي ځل دوه کاله مخکې د چین په «وهان» ښار کې ولیدل شو چې له هغه وروسته نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شو، تر اوسه سلګونه میلیون کسان په نړۍ کې  پر دې ناروغۍ اخته شوي او تر څلور میلیون ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت په غبرګولي میاشت کې ویلي وو چې تر اوسه پر دې ناروغۍ له ۱۹۷ زره ډېر کسان اخته شوي او تر ۷۶۰۰ ډېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو لا هم په نړۍ کې کرونا ویروس نه دی مهار شوی او هره ورځ د افغانستان په ګډون په نړۍ کې زرګونه کسان پرې اخته کېږي او ګڼ شمېر یې ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرو شوو شمېرو له مخې، د اګسټ په وروستیو ۱۷ ورځو او جولای میاشت کې تر ۶۸۶۳ ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته او ۳۶ کسانو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر پژواک خبري اژانس ته وویل، په جولای میاشت کې تر ۲۶۲۹۰ ډېرې معاینې ترسره شوې چې له ډلې یې ۳۳۲۷ مثبتې تثبیت شوې او ۲۸ کسان مړه شوي دي.

دغه­راز سرچینې څرګنده کړه چې د اګسټ له لومړۍ تر ۱۷ مې پورې د کرونا ۱۸۳۷۰ معاینې ترسره شوې چې له ډلې ۳۵۳۶ مثبتې تثبیت شوې او ۸ کسان ترې مړه شوي دي.

د یادونې ده، که د دواړو میاشتو ثبت شوې شمېرې سره پرتله شي، نو په روانه میلادي میاشت کې د کرونا پېښو کې د پام وړ ډېروالی لیدل کېږي.

ډاکټر زمان په روانه میلادي میاشت کې د کرونا پېښو ډېرېدل د خلکو د نه پاملرنې له امله ګڼي او وايي، ښايي د روانې میلادي میاشتې تر پایه دغه شمېره دوه برابره لوړه شي.

هغه له خلکو غواړي چې په دې اړه روغتیايي لارښوونې، لکه د یو متر واټن مراعاتولو، په صابون د لاسونه پرله پسې مینځل، ماسک کارول او په غونډو کې له ګډونه ډډه کول جدي ونیسي.

سرچینې څرګنده کړه چې عامې روغتیا وزارت  پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخوي.

Views: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.