ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: «الرګارډ» د بوټو شربت د کرونا په درملنه کې اغېز نه لري

د طب پوهان: «الرګارډ» د بوټو شربت د کرونا په درملنه کې اغېز نه لري

author avatar
20 Aug 2022 - 15:48
د طب پوهان: «الرګارډ» د بوټو شربت د کرونا په درملنه کې اغېز نه لري
author avatar
20 Aug 2022 - 15:48

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): ځیني انټرنټي سایټونه په داسې حال کې «الرګارډ» شربت د کرونا په درملنه کې اغېزناک ګڼي چې د طب برخې پوهان د کرونا ناروغانو لپاره یې اغېز ردوي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې په دغه ډول انټرنټي پوسټونو باور ونه کړي او روغتیايي لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي.

انټرنټي پوسټونه: «الرګارد»؛ د کرونا ضد درمل

د «مجلۀ سلامتی داکتر تو» په خپله وېب‌پاڼه کې د «الرګارډ شربت څه شی دی؟ له هوږې تر پیاز پورې دغه د کرونا ضد درمل» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي: «د الرګارډ شربت د بوټو ایراني درمل دي چې د کرونايي نښو تسکینولو او په روغتون کې بستر کېدو مودې کمولو لپاره دي.»

سرچينې ليکلي، د یاد شربت په ترکیب کې هوږه، بادیان، لږ ترياک او ځيني نور طبیعي بوټي شامل دي.

په مطلب کې راغلي، څېړونکو د کرونا د لومړنیو نښو د درملنې په برخه کې د دغو درملو ګټور اغېز موندلی دی.

په ورته مهال، «داروخانه» په نوم یو بل سایټ د «معافیت سیسټم د پیاوړتیا درمل» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي: «دغه درمل د کرونا ناروغۍ په درملنه کې خورا اغېزناک دي او کرونایي ناروغان یې ژغورلي دي.»

په یاد مطلب کې راغلي، د دغه درمل د کارولو اندازه د ډاکتر له نظر ‎سره ډېر توپیر لري؛ د درمل د استفادې اندازه د ناروغ عمر او وزن او دغه‌راز د ناروغ وضعیت پورې اړه لري.

همداراز «اپارټ» وېب‌پانې د «په الرګارډ درملو سره د کرونا درملنه» تر سرلیک لاندې یو ویډیويي کلیپ خپور کړی او لیکلي یې دي چې د دغه شربت په ترکیب کې بادیان، ګشنیز، لونګ، ګلاب او ځیني نور بوټي شته چې د روغتیا لپاره اغېزناک دي.

په دغه کلیپ کې ویل شوي چې د الرګاد شربت د کرونايي ناروغانو درملنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو ناروغ وايي: «د الرګارډ شربت زما روغتیا ډېره ښه کړې؛ په ۳۶ ساعتونو کې یې راباندې اغېز وکړ، نه ساه‌لنډي لرم، نه ټوخی او نه هم تبه.»

د طب پوهان: د کرونا درملنې لپاره تراوسه ځانګړي درمل نشته

د کابل ښار په انتاني روغتون کې متخصص ټرېنر ډاکتر فريدالله عمري پژواک اژانس ته وويل: «د الرګارډ شربت يو يوناني شربت دى، په لابراتوار کې په دقیق ډول نه دی تجزیه شوی، ښايي په دغه شربت کې ترياک او نشه‌یي توکې هم شامل وي؛ ځکه ډېری کرونایي ناروغان د سخت درد له امله شکایت لري او دا شربت کولای شي د دوی درد راکم کړي.»

د هغه په ​​وينا، دغه شربت خپل زيانونه لري؛ نو ویلای شو چې دا شربت نه په درملنه کې مرسته کوي او نه د کرونا په ناروغۍ کې اغېزناک تمامېږي.

په ورته مهال، د عامې روغتيا وزارت مخکنی سلاکار ډاکټر شېرزاد هم دغه موضوع رد کړه او پژواک ته يې وويل: «دا ټول د درملو بازار د پلور لپاره تبلیغات دي، د کرونا لپاره تر اوسه کومه ځانګړې درملنه نشته.»

د هغه په خبره، ښه تغذيه د بدن روغتيا تضمينوي او خلک بايد د بدن د معافیت سیسټم لوړولو لپاره له ترکاریو، مېوو او نورو استفاده وکړي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان دغه موضوع رد کړه او زیاته یې کړه: «د الرګارډ شربت یو یوناني شربت دی او موږ تر اوسه دا موضوع نه شو تاییدولای چې دا شربت د کرونا په درملنه کې اغېزناک دی.»

د نوموړي په خبره، تر اوسه د یاد شربت په اړه کومه څېړنه نه ده ترسره شوې.

هغه په یوه پیغام کې له هېوادوالو وغوښتل: «خلک دې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي او که د کرونا نښې نښانې ولري، ځانونه دې قرنطین کړي او که په جدي حالت کې وي، نږدې روغتیایي مرکز ته دې مراجعه وکړي.»

ټول ډاکټران خلک د روغتیایي سپارښتنو مراعاتولو ته هڅوي او وايي چې په اوبو او صابون په مکرر ډول خپل لاسونه ومینځي، ماسک دې وتړي، په سرپټو ځانو کې د ګڼې ګوڼې په مراسمو کې ګډون ونه کړي او دوه متره واټن مراعات کړي.

Views: 119

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.