ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په شاوخوا دوو میاشتو کې د کرونا څه باندې ۱۱۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې په شاوخوا دوو میاشتو کې د کرونا څه باندې ۱۱۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
8 Sep 2022 - 16:08
افغانستان کې په شاوخوا دوو میاشتو کې د کرونا څه باندې ۱۱۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
8 Sep 2022 - 16:08

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د کرونا پېښې ډېرې شوې او په تېرو شلو ورځو کې یې له امله ۲۶ کسان مړه شوي، خو په خلکو کې له دې ناروغۍ وېره کمه شوې او د مخنیوي لپاره یې اړینې لارښوونې په پام کې نه نیسي.

کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین په «ووهان» ښار کې پیدا او له هغه وروسته په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د ټي‌ارټي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، تر اوسه څه باندې ۵۴۸ میلیون کسان په نړۍ کې پر دې ناروغۍ اخته شوي، له امله یې څه باندې ۶.۳ میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۲۰ میلیون کسان بېرته ترې روغ شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې تر اوسه په افغانستان کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، له دې ډلې ۷۷۱۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۶۴ زره نور روغ شوي دي.

دغه ویروس لا هم مهار شوی نه دی؛ هره ورځ په نړۍ کې ګڼ شمېر کسان پرې اخته کېږي او یو شمېر یې ژوند له لاسه ورکوي.

د پژواک خبري اژانس د زمري د ۲۶مې راپور ښیي چې په افغانستان کې په نږدې ۵۰ ورځو کې تر ۶۸۶۰ ډېر کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر پرون (د وږي ۱۶مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو شلو ورځو کې د هېواد په کچه د یادې ناروغۍ ۴۸۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې ۲۶ کسان مړه دي او تر ۲۷۰۰ ډېر روغ شوي دي.

د کرونا مثبتې پېښې مخ پر ډېرېدو دي، خو اوس ځیني خلک هسې چې پخوا ترې وېرېدل، نه وېریږي او هېڅ ډول وقایوي تدابیرهم په پام کې نه نیسي.

د کابل یو اوسېدونکی جمیل مبارک وايي چې له څو ورځو راهیسې د کرونا ناروغۍ نښې په ځان کې احساسوي.

هغه وایي چې اوس ډېر خلک له کرونا نه وېریږي.

مبارک زیاتوي: «تېره شپه مې د نږدې خپلوانو واده و، هوټل ته ورغلم خو ماسک مې اچولی و، له خلکو سره مې له لرې ستړي مه شي کول او هڅه مې کوله چې واټن ورسره مراعات کړم، خو خلکو په غېږه راسره ستړي مه شي کول او کرونا یې بابیزه ګڼله.»

دغه راز د کابل د قنبر څلورلارې اوسېدونکی احمدطاهر وایي: «کرونا به ډېره شوې وي، خو نه زه ترې وېرېږم او نه هم نور خلک، هغه مهال چې دا مرض نوی پیدا شو، رسنیو خلک ترې وډار کړل، ویل به یې چې تابوتونه نه پیدا کېږي، ښاروالي د مړو دفن کولو لپاره د ځای له کموالي سره مخ ده او … همدا لامل و چې خلک یې سخت ووېرول، کېدای شي ځیني مریضان به له وېرې مړه شوي وي او بل دا چې هغه قرنطین یې هم هېڅ ګټه ونه کړه.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی جمیل‌احمد هم وايي چې د کرونا ناروغان او نور خلک له کرونا د مخنیوي لپاره اړینې لارښوونې په پام کې نه نیسي.

ده وویل، د روغتیاپالانو د لارښوونو په خلاف، ناروغان ګڼ‌مېشته ځایونو ته پرته له واټن مراعاتولو او ماسک کارولو ځي؛ هغه وویل چې همدا بې‌پروایي د کرونا د بیا ډېرېدو لامل شوې ده.

افغان جاپان روغتون: د کرونا ناروغانو لپاره اړین چمتووالی لرو

په کابل کې پر کرونا د اخته کسانو درملنې لپاره د ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون یو ډاکټر زلمی رښتین د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې په دې وروستیو کې په دغه روغتون کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر یو څه ډېر شوی دی.

دی د روغتون د تیاریو په اړه وايي: «امکانات او تجهیزیات څنګه چې په جمهوریت کې وو، هماغسې اوس هم شته، خاص مشکلات نه لرو، قراردادونه مو شوي او د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم همکاري کوي.»

هغه زیاته کړه چې اوس د قرنطین کولو اړتیا نشته، خو خلک دې د روغتیا وزارت هغه لارښوونې – چې معمولي واټن ونیسي، لاسونه په صابون ومینځي او د عفونت ضد مواد وکاروي- په پام کې ونیسي.

د رښتین په وینا، که ناروغان ډېر هم شي دغه روغتون ورته چمتووالی لري.

«عامې روغتیا وزارت دې له کرونا د مخنیوي لپاره کمپاین چټک کړي»

ډاکټر سمیع‌الله سمیع چې په کابل کې شخصي کتنځی لري، وايي، ده ته هم د درملنې لپاره داسې کسان ورځي چې ډېر یې د کرونا نښې لري.

هغه زیاتوي: «له کرونا د مخنیوي لپاره اړینې لارښوونې ورته کوو او که ستونزه زیاته ولري نو بیا یې ناروغۍ ته په کتو درمل هم ورته لیکو.»

دی د عامې روغتیا له وزارت غواړي چې له کرونا د مخنیوي لپاره یو وار بیا خپل کمپاین چټک کړي څو بیا دغه ناروغي ډېره نه شي «که نه دا وار به یې کنټرول ستونزمن وي.»

ډاکټر سمیع د کرونا ډېروالي لامل د خلکو بې احتیاطي بولي، زیاتوي چې اوس هم ځیني خلک پر دې باور نه لري چې دغه ویروس بل ته یو څه ژر انتقالېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر په هېواد کې د کرونا ناروغانو ډېرېدو په اړه وايي:  «سرحدات خلاص دي، خلک ګاونډيو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا چې په ګاونډيو هېوادونو کې د کرونا ناروغانو شمېر لوړ دی، نو په همدې وجه يې يو څه ګراف دلته هم پورته شوی دی.»

ده وویل، د عامې روغتيا وزارت وخت پر وخت د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه سپارښتنې کړې، خو دا چې عمومي قرنطین شي، په دې اړه به هغه مهال پرېکړه کېږي چې اړتیا یې پېښه شي.

دی وایي چې اوس عمومي قرنطین ته اړتیا نشته.

د هغه په وینا، روغتيا وزارت هڅه کوي ټولو هغو برخو ته رسېدنه وکړي چې لا هم کار ته په کې اړتيا ده.

ډاکټر شرافت زیاتوي: «موږ په ډېرو برخو کې د وسایلو په برابرولو کې ښې لاسته راوړنې لرو، چې ښه مثال يې کابل کې د کرونا ناروغانو لپاره د جينوميک سيکوينسينګ لابراتوار جوړول دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د کرونا مخنیوي لپاره ۲۳ بېلابېل روغتونونه فعالیت لري.

Visits: 89

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.