ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز روغتیایي مسوولین: د خلکو د بې‌‎غورۍ له امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي

د نیمروز روغتیایي مسوولین: د خلکو د بې‌‎غورۍ له امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
22 Aug 2022 - 16:23
د نیمروز روغتیایي مسوولین: د خلکو د بې‌‎غورۍ له امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
22 Aug 2022 - 16:23

زرنج (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.

دوی له خلکو غواړي چې د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې بې‌غوري ونه کړي او روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.

په نیمروز ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون رییس ډاکتر علي‌احمد عظیمي له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وویل، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې ۱۳۰۶ کسانو د تشخیص په موخه د کووېډ-۱۹ روغتون ته مراجعه کړې چې له دې ډلې د ۱۷۵ کسانو د سمپلونو پایله مثبته وه او په یاده موده کې ۷ کسان د یاد ویروس له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نه دي درېدلې او د هر فصل په بدلېدو سره کله یې مثبتې پېښې ډېرېږي او کله هم کمېږي.

هغه وایي، په وروستیو ورځو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ زیات شمېر پر یاده ناروغۍ اخته کسان د کووېډ-۱۹ روغتون ته مراجعه کوي.

ډاکتر عظیمي د کرونایي ناروغانو ډېرېدل، د کرونا پر وړاندې د خلکو بې‌غوري بولي.

هغه د کرونا د مثبتو پېښو ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «له بده‌مرغه د بودجې نشتوالي له امله، ښایي د نیمروز د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت د اګست میاشتې تر وروستیو ودریږي.»

خو د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال په یاد ۲۰ بستریز روغتون کې په کافي اندازه تشخصیه کېټونه او د اکسیجن ډبې شته دي.

سرچینې د روغتون د ډاکترانو او نورو کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: «د تېر نظام له سقوط وروسته، نړۍوال بانک چې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ د روغتونو اصلي تمویلوونکی و، خپل قراردادونه یې لغوه کړل او بودجه یې بنده کړه.»

د هغه په خبره، له اتو میاشتو راهیسې د نیمروز د کووېډ-۱۹ روغتون د کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي، خو کارکوونکي له معاش پرته خپله دنده ترسره کوي.

هغه ټینګار کوي او وایي، که د روغتون وضعیت په همدې ډول روان وي او ډونر او قراردادي نه وي چې د کارکوونکو معاشونه ورکړي، ښایي د روانې اګست میاشتې تر وروستیو د دغه روغتون فعالیت ودرېږي.

په ورته مهال، د نیمروز د کرونا روغتون ډاکتر حمید شېرزی هم د مراجعینو او د کرونا د نښو نښانو لرونکو کسانو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی او وايي: «دا مهال په روغتون کې شاوخوا ۱۰ ډبې اکسیجن شته دی او د اړتیا په صورت کې کولای شي نور هم وپېری، خو لویه ستونزه دا ده چې د روغتون پرسونل معاش نه لري.»

هغه د روغتون د کارکوونکو د معاش نشتوالی او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ بولي او وایي، دا مهال د ډاکتر، نرس، لبرانټ، او ادري کارکوونکو په ګډون ۳۴ کسان په دغه روغتون کې کار کوي چې تېره ورځ یو کس د معاش نه ورکړې له امله استعفا ورکړه.

هغه هم وویل چې که یاد روغتون ته بودجه ځانګړې نه شي، ښایي تر راتلونکې میاشتې یې فعالیت ودرېږي.

ډاکتر شېرزی د نیمروز له اوسېدونکو غواړي چې کرونا جدي وګڼي، روغتیايي سپارښتنې لکه په پرله‌پسې ډول د لاسونو مینځل، ماسک تړل، یو متر واټن مراعاتول او په سرپټو ځایونو کې جوړو شوو مراسمو ته نه ورتګ ته پاملرنه وکړي؛ ځکه چې نیمروز ولایت له ایران سره ګډه پوله لري او ښایي له هغه هېواده د کډوالو په راستنېدو سره د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ډېر شي.

هېوادوال: په ماسک کارولو سره کرونا ته ماتې ورکوو

د زرنج ښار اوسېدونکي سرور نهتاني پژواک ته وویل چې تل ماسک تړي؛ ځکه په ماسک کارولو سره کولای شو چې کرونا ته ماتې ورکړو.

هغه د نیمروز له اوسېدونکو غواړي چې له ماسک څخه ګټه واخلي.

نوموړی زیاتوي: «نیمروز ولایت له ایران سره د ګډې پولې درلودو له امله تل له روغتیایي اړخه زیانمنیږي؛ ځکه هر ډول ساري ناروغي له ایرانه هېواد ته راځي، خو د نیمروز روغتیایي امکانات ډېر کم دي.»

په همدې حال کې، د زرنج ښار اوسېدونکې فرزانه ساعي چې په یوه موسسه کې د روغتیا په برخه کې کار کوي وایي، موسسه یې د کرونا د مثبتو پېښو د مخنیوي او حفظ‌ الصحې مراعاتولو په پار هره ورځ د نیمروز په چخانسوري، کنګ او چهاربرجک ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي کېټونه وېشي چې صابون، ډیټول، شامپو، ماسک، د لاسونو مینځلو مواد او نور د میکروب ضد توکي پکې شامل دي.

هغې زیاته کړه، ډېر خلک په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي سپارښتنې نه عملي کوي او یو شمېر کسان چې پر یاد ویروس اخته کېږي، د تشخیص لپار روغتیایي مرکز ته مراجعه هم نه کوي.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.