ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي

author avatar
21 Jan 2023 - 16:46
د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي
author avatar
21 Jan 2023 - 16:46

فیض‌اباد (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ په «پامير كلان» سيمه كې كرونا ته ورته يوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي او وايي، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو یو روغتیايي ټیم د تاجکستان لا لارې سیمې ته لېږل شوی او ناروغي کنټرول شوې ده.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس قاري عتيق‌الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په «پامير کلان» سيمه کې له یوې میاشتې راهیسې کرونا ته ورته يوه ناروغي خپره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یادې ناروغۍ له امله د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د سختې واورې ورېدو او سړې هوا له امله، د اغاخان روغتیایي خدماتو او د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو په ګډون یو روغتیايي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته ولېږل شو.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.