ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: له کرونا سره د حساسیت توپیر وکړئ

ډاکتران: له کرونا سره د حساسیت توپیر وکړئ

author avatar
20 Aug 2022 - 15:08
ډاکتران: له کرونا سره د حساسیت توپیر وکړئ
author avatar
20 Aug 2022 - 15:08

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان وايي، ‎د موسم په بدلېدو سره موسمي حساسیتونه ډېرېږي چې په ډېرو مواردو کې یې نښې هم د کرونا په څېر وي، خو کرونا له موسمي حساسیتونو سره تړاو نه لري.

کرونا ویروس شاوخوا دوه کاله مخکې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شو چې میلیونونه کسان پرې اخته او له امله یې مړه شول.

د ډاکترانو په وینا، د کرونا ناروغۍ لامل ویروس دی، خو د حساسیت لامل میکروب نه، بلکې ګڼ لاملونه لکه ګردونه، د ګلونو ګرده، د هوا ګرمېدل او یخوالی، مختلف خواړه او داسې نور دي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالباعث احدپور چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، موسمي حساسیتونه يو له هغو ننګونو دي چې د موسم په بدلېدو سره ډېر خلک ورسره مخ کېږي.

هغه وايي: «کرونا له موسمي حساسیتونو سره تړاو نه لري؛ ځکه چې د موسمي حساسیتونو لامل ګرد او دوړې دي، خو د کرونا لامل بیا ویروس دی.»

د سرچينې په خبره، معمولاً د سړو فصلونو له پاى ته رسېدو او د پسرلي او اوړي موسم له پيلېدو سره، د زرغون طبيعت او د تودوخې لوړېدو له امله خلک له موسمي حساسيتونو سره مخ کېږي.

هغه د موسمي حساسیتونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او وايي، له دې امله چې په ځینو مواردو کې د دواړو ناروغیو نښې سره ورته وي، نو ډېره اړینه ده چې د دواړو ناروغیو ترمنځ توپیر وپېژندل شي او کرونایي ناروغ باید د ډاکتر تر څارنې لاندې وي.

د هغه په ​​وينا، تبه، لړزېدل، د غړو سخت درد، د بوی حس له لاسه ورکول،‎ شدیده ساه‌لنډي او په ځينو مواردو کې اسهالات د کرونا عامې نښې دي، خو خارښت، د سترګو او پزې سوځېدل او اوبه ترې بهېدل، د حساسیت لومړنۍ نښې دي چې که چیرې حسایست دوام پیدا کړي، ښایي نورې نښې نښانې هم ولري.

خو هغه زياته کړه، ساه‌لنډي هغه نښه ده چې دواړه ناروغۍ یې لري او په ځينو مواردو کې هم په حساسیت او هم کرونایي حالت کې ډېره شدیده وي.

ډاکتر احدپور د کرونا پر معایناتو ټینګار وکړ؛ ځکه کرونا ناروغي ساري او خطرناکه ده، که له موسمي حساسیت سره یې توپیر ونه شي، ښايي یو ناروغ د کورنۍ څو روغ غړي هم پر کرونا اخته کړي.

دغه‌راز په افغان – جاپان روغتون کې د ICU څانګې موظف ډاکتر نعيم‌الله وزيري هم پژواک خبري اژانس ته وويل: «هوا پر کرونا ويروس اغېز لري او کله چې هوا ډېره ګرمه يا ډېره سړه وي، نو د کرونا ويروس خپراوی هم زیاتېږي او د کال په جریان کې څلور ځله ډېریږي.»

د سرچينې په خبره، کرونا ویروس په ژمي او اوړي کې ډېرېږي؛ که د تودوخې درجه لوړه شي، د کرونا ویروس هم ډېریږي او دغه‌راز په ګرمه او مرطوبه هوا کې هم د کرونا ویروس ودې او خپریدو ته زیاته زمینه برابرېږي.‎

هغه زیاتوي، کله چې هوا سړه شي، د بدن دفاعي سیستم هم کمزوری کېږي او په بدن کې د انتاناتو د ودې لپاره زمینه برابرېږي.

یاد ډاکتر موسمي حساسیتونو او زکام ته په اشارې سره وویل چې په ځینو مواردو کې د حساسیت نښې له کرونا سره ورته وي چې باید یو له بله توپیر شي .

هغه د موسمي او کرونا ناروغۍ ترمنځ توپیر د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه: «په پاکه او معتدله فضا کې کرونا ویروس کمېږي، خو نورې ساري ناروغۍ لکه سینه بغل او د خلکو د ګڼې ګوڼې زیاتوالی او روغتیایي ټکو ته د نه پاملرنې له امله کرونا زیاتېږي.»

یادو دواړو سرچینو د روغتیایی لارښوونو لکه په مکرر ډول پر صابون او اوبو د لاسونو مینځلو، ماسک تړلو، په سرپټو ځایونو کې د ګڼې ګوڼې په مراسمو کې پر نه ګډون کولو او د دوه متره واټن پر مراعاتولو ټینګار وکړ.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.