ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ډاکټران: د تېر څلورو مياشتو تنخوا نه ده راکړل شوې

د بغلان ډاکټران: د تېر څلورو مياشتو تنخوا نه ده راکړل شوې

author avatar
26 Nov 2020 - 15:04
د بغلان ډاکټران: د تېر څلورو مياشتو تنخوا نه ده راکړل شوې
author avatar
26 Nov 2020 - 15:04

پلخمري (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٩): د بغلان د ولايتي روغتون ډاکټران وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ياد روغتون ډاکټرانو د ليندۍ په شپږمه د ولايتي روغتون په انګړ کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د دغو ډاکټرانو په استازيتوب ډاکټر نياز محمد وويل چې په دغه روغتون کې هره ورځ لسګونه ډاکټران په منظم ډول خدمات وړاندې کوي، خو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

ده وويل: ((علت يې معلوم نه دى خو معاش يې نه دى راکړى که دغه کار دوام پيدا کړي، د روغتون دروازه تړو.))

دغه راز يو بل معترض ډاکټر سيد شجاع وويل چې په ولايتي روغتون کې له دوو سوو ډېر کسان کار کوي خو معاش يې ځنډول شوى دى.

ده زياته کړه: ((دوه- درې ورځې صبر کوو که يې معاش را نه کړ د روغتون دروازه تړو.))

يو شمېر نورو معترضو ډاکټرانو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايتي روغتون د ډاکټرانو مياشتنۍ تنخواوې نه دي ورکول شوي.

ده وويل: ((ددغه روغتون د نږدې دوه سوه کارکوونکو معاش په مستقيم ډول په کابل پورې تړلى دى، هلته د يو لړ تخنيکي ستونزو له امله دغه معاشونه ځنډېدلي دي.))

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلوونکي کې به دغه ستونزه هواره شي.

د يادونې ده چې د بغلان ولايتي روغتون ته څېرمه څو خصوصي روغتونونه هم فعاليت کوي چې د ولايتي روغتون ډېرى ډاکټران له غرمې وروسته په دغو خصوصي روغتونونو کې دندې ترسره کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.