لوګر کې د اختر پر مهال د ترافیکي پېښو له امله ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د لوګر امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د اختر ورځو کې شل ترافیکي پېښې شوې چې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي. د لوګر د…
د لوګر امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د اختر ورځو کې شل ترافیکي پېښې شوې چې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان شوي دي. د لوګر د…
ستره محکمه وایي چې د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د کوچني اختر په مناسبت څه باندې ۴۵۰۰ بندیان له زندانونو خوشې او څه باندې ۴۴۰۰ نورو ته د بند په موده…
په داسې حال کې چې د کوچني اختر تر رارسېدو یوازې درې ورځې پاتې دي او ډېری خلک د دغو ورځو لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي، داسې بېوزلې کورنۍ هم شته چې د مرستې په تمه…
دیني عالمان وایي، د فطر صدقه یا سرسایه یو شرعي حکم او اسلامي وجیبه ده چې د ټولنې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ د مرستې، مینې او ورورولۍ لامل ګرځي؛ د حج او اوقافو وزارت…
د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي، د کندهار سپینبولدک ځمکني بندر دروازه به د لوی اختر په لومړیو دوو ورځو کې د مسافرو او د اختر څلور ورځې د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د کوچني اختر په څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۳ بندیان ازاد شول او ۳۱۵۲ نور بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې امنیتي مسوولین دې د اختر په شپو ورځو کې د پلاستیکي وسلو او پټاکیو پر پېر او پلور بندیز ولګوي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې د اختر په څلورو ورځو کې ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.
د حج او اوقافو وزارت وایي، د سترې محکمې د میاشتې لیدلو کمېټې له رسمي اعلان وروسته دې په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ د سهار په اووهنیمو (۷:۳۰) بجو ادا شي.
د افغانستان سترې محکمه وایي، د شوال میاشت ونه لیدل شوه، سه شنبه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
د کابل امنیې قوماندانۍ د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې په اختر کې دې د پټاکیو له چوولو، هوايي ډزو او پلاستیکي ټوپک او تومانچو له پلور، پېر او استعماله ډډه وکړي.
د فراه ولايت مسوولين او يو شمېر هټۍوال وايي چې د تېر اختر په پرتله سږ کال د اختر لپاره د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.
نن د روژې اوویشتمه ده او د کابل ښار بازارونو کې ډېره ګڼهګوڼه لیدل کېږي، هغه خلک چې د اختر لپاره د توکو پر پېرلو بوخت دي، د وچې مېوې بیې له ټيټېدو خوښ دي.
د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره د سمنګان ځيني خیاطان او رخت پلورونکي وایي چې کاروبار یې د تېر کال په پرتله ښه شوی، خو خلک له اقتصادي ستونزو او د جامو ګڼدلو له لوړې بیې شکایت لري.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د اختر شپو او ورځو کې د امنیت د لا ټینګښت په موخه د ګډو ځواکونو دوه سوه کسیز ګارنیزیون جوړ شو.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي او ښار ته له ولسواليو راغلي خلک وايي چې د اختر په نږدې کېدو سره د رختونو او جامو ګنډلو نرخونه لوړ شوي دي.