کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي، د کندهار سپینبولدک ځمکني بندر دروازه به د لوی اختر په لومړیو دوو ورځو کې د مسافرو او د اختر څلور ورځې د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.
د سرحدي پولیسو مطبوعاتي مسوول عابدالله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپینبولدک ځمکني بندر دروازه د لوی اختر لومړۍ دوه ورځې (د اختر لومړۍ او دویمه) د مسافرو پر مخ تړل کېږي.
هغه له ټولو مسافرو غوښتي چې پر یاده لار له سفره ډډه وکړي.
هغه وایي چې د اختر درېیمه او څلورمه به دغه لار د ورځې له دوولسو تر درېيو بجو د مسافرو پر مخ پرانیستې وي.
د نوموړي په خبره، یاده لار به د لویو باروړونکو او خالي موټرو پر مخ د اختر تر څلورو ورځو پورې تړلې وي.
هغه دغه راز ویلي، د ډیورند فرضي کرښې اړوند د بهرامچې ځمکني بندر دروازه – چې تېره اونۍ د یو لړ ستونزو له امله تړل شوې وه – نن بېرته د مسافرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
هغه وایي، مسافر کولای شي پر یاده لار تګ راتګ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP