کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د کوچني اختر په څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږکال د کوچني اختر په څلورو ورځو کې (د رمضان مبارکې میاشتې له ۲۹ مې بیا د اختر تر درېیمې پورې) په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پیښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په مړو شوو کسانو کې ۱۹ نارینه، دوې ښځې او نهه ماشومان او په ټپیانو کې ۱۱۷ نارینه، اته ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي.
د ترافیک پولیسو لوی ریاست د معلوماتو له مخې، تیرکال د اختر په څلورو ورځو کې ټولټال ۹۸ ترافیکي پیښې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او ۱۸۵ نور ټپیان شوي وو.
دغه ریاست وایي چې سږکال د عامه پوهاوي کمپاینونو، د ترافیکي اصولو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړوالي او د اختر په ورځو کې د پولیسو جدي امنیتي تدابیر د دې لامل شول چې د ترافیکي پېښو او مرګژوبلې کچه راکمه شي.
د ترافیک پولیسو لوی ریاست یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصولو په جدي توګه رعایت کړي څو له ناوړه پېښو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP