عامې روغتیا وزارت: د لوی اختر په درېیو ورځو کې ۱۵۹ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې د هېواد په کچه پرکانګو تبه ۱۵۹ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې د هېواد په کچه پرکانګو تبه ۱۵۹ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د تېر لوى اختر په درېیو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپيان شوي دي.
د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
د ننګرهار او کونړ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې دغو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د غزني د مرکز اړوند په اسفندې دښته کې د سپورټ او بدني روزنې امریت له خوا د کوچني اختر په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام ولري.
د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.
د ترافیکو عمومي ریاست مسوولین وايي، د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې نن د کوچني اختر په مناسبت د نیزهوهنې او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۲۱ کسان ټپيان شوي او يوه ماشومه مړه شوې ده.
پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د هېواد بشري وضعیت ناسم بللى خو ويلي يې دي چې د هېواد بقا په خيراتونو نه تضمينيږي. اشرف غني په دغه غږيز پیغام کې د…
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۰ زندانیان چې د عفوې مستحق وو، خوشي شوي او د ۴۷۱ نور بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.
نن د افغانستان د پلازمېنې او ولایتونو په جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ د خلکو په پراخ ګډون سره د امنیت په فضا کې ادا شو.
هلمنديانو له نږدې شلو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د مرميو، بمونو او جګړو له غږونو پرته اختر ولمانځه.
د پکتيا چارواکي وايي چې د تېر کوچني اختر په ورځو کې د دغه ولایت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته شاوخوا سل زره سیلانيان ورغلي دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دوی سره کړې ژمنې دې عملي کړي. نوموړي دغه څرګندونې نن سهار د ارګ په جامع جومات کې…
د پاکستان حکومت په رسمي توګه سه شنبه کوچنی اختر اعلان کړی، خو وزیرستان کې یکشنبه او پښتونخوا کې دوشنبه اختر کیږي. د پاکستان د میاشتې د لیدلو کمیسیون ( هلال کمیټي) نن د…
روغتیايي پرسونل چې د نورو ورځو په څېر د اختر په شپو او ورځو کې هم د روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو په برابرولو کې بوخت دي، خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ ورڅخه غواړي چې په روغتونونو کې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.
د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې د شوال میاشت په بیلا بیلو ولایتونو کې لیدل شوې، او یکشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د…
د سمنګان ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې اختر ته چمتووالی نیسي چې ځیني یې د ژوند د ښه والي خبره کوي، خو یو شمېر نور یې بیا د توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري.
د پکتیکا په مرکز ښزنه کې د «البشرا خیریه بنسټ» له خوا پر ۴۰۰ یتیمو ماشومانو د اختر جامې او نور توکي ووېشل شول.
چارواکي وايي، په کندهار کې د اختر په څلورو ورځو کې جګړې، ترافیکي او جنايي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په کندهار کې د میرویس…