د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
. . .
د ننګرهار او کونړ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې دغو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د غزني د مرکز اړوند په اسفندې دښته کې د سپورټ او بدني روزنې امریت له خوا د کوچني اختر په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام ولري.
د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.
د ترافیکو عمومي ریاست مسوولین وايي، د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې نن د کوچني اختر په مناسبت د نیزهوهنې او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۲۱ کسان ټپيان شوي او يوه ماشومه مړه شوې ده.
اټلانټا (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د هېواد بشري وضعیت ناسم بللى خو ويلي يې دي چې
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۰ زندانیان چې د عفوې مستحق وو، خوشي شوي او د ۴۷۱ نور بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.
نن د افغانستان د پلازمېنې او ولایتونو په جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ د خلکو په پراخ ګډون سره د امنیت په فضا کې ادا شو.