ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په ورځو کې اوربند په اړه خبرونه ناسم دي

د اختر په ورځو کې اوربند په اړه خبرونه ناسم دي

author avatar
19 Jul 2021 - 14:51
د اختر په ورځو کې اوربند په اړه خبرونه ناسم دي
author avatar
19 Jul 2021 - 14:51

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ۱۴۰۰): هغه خبرونه ناسم دي چې ګواکې د لوى اختر په ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر پنځه ورځني اوربند هوکړه شوې ده.

ادعا: يو شمېر رسنيو لکه خامه پرېس ويبپاڼې، ماندګار ورځپاڼې او کلبه اطلاعات ګروپ کې خبرونه خپاره شوي چې په قطر کې د حکومت او طالبانو پلاوو د اختر ورځو په ګډون پر پنځه ورځني اوربند توافق کړى دى.

خامه پرېس ليکلي: “د دولت او طالبانو پلاوو پر پنځه ورځني اوربند توافق کړى او ويلي یې دي چې د باور رامنځته کولو په موخه به يو د بل ځيني زندانيان هم ازادوي.” دغه راز ماندګار ورځپاڼې هم ورته څرګندونې ليکلې او همدارنګه په کلبه اطلاعات ګروپ کې ځينو کسانو ليکلي چې طالبانو او حکومت پر پنځه ورځني اوربند توافق کړى دى.

حقیقت موندنه:

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریآتدون خوځون پژواک ته وويل چې د دوحې په وروستۍ ناسته کې د اوربند په اړه کوم توافق نه دى شوى.

خو په قطر کې د جمهوريت ټېم يوې سرچينې پژواک ته وويل چې حکومت د اوربند په اړه وړانديز کړى و خو طالبانو رد کړى او اوس هم د طالبانو ټينګار پر جګړې دى.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په ياده ناسته کې پر اوربند توافق نه دى شوى.

هغه زياتوي: “په ځینو رسنیو کې خبر خپور شوی چې ګواکې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې پر څو ورځو اوربند یا د ځینو بندیانو پر ازادېدو توافق شوی، دا خبر حقیقت نه لري. داسې کوم توافق نه دی شوی، له ګډې اعلامیې پرته پر بل څه توافق نه دی شوی.”

څلور ورځې وړاندې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د دولت يوه پلاوي د قطر هېواد دوحې ښار ته سفر وکړ او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو او مذاکراتي پلاوي سره دوه ورځې د سولې اړوند خبرې وکړې او په پاى کې یې يوه کډه اعلاميه هم خپره کړه.

په اعلاميه کې دواړو لورو د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق کړى څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې حل لار وموندل شي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي: “دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لري.”

په ياده اعلاميه کې دواړو ډلو په راتلونکي کې د ورته ناستو او مذاکراتو پر دوام ټينګار کړى او خپلو مذاکراتي ټېمونو ته يې د مذاکراتو د ګړندي کولو هدايت کړى دى.

پایله: اړوندې سرچینې هغه څرګندونې رودي چې حکومت او طالبانو پر پنځه ورځني اوربند توافق کړى دى.

پرېکړه: د اختر په ورځو کې اوربند په اړه خبرونه حقيقت نه لري.

Visits: 235

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.