چین: افغانستان دې د نړۍوالې ټولنې برخه وګرځي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووایي ، خو دغه هېواد هم له نړۍوالې ټولنې جلا نه کړل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووایي ، خو دغه هېواد هم له نړۍوالې ټولنې جلا نه کړل شي.
اروپایي ټولنه وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د درېیو وزیرانو په ګډون یې د یو شمېر هېوادونو پر ۱۸ کسانو او پنځو ادارو «له بشري حقونو د سرغړونو» له امله بندیزونه لګولي دي. د اروپایي…
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.
د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري او د دواړو د یوه «ټولګډون سیاسي جوړښت» پر اهمیت ټینګار کړی دی.
سیګار وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د بېلابېلو ډلو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، خو سرپرست حکومت دغه څرګندونې پروپاګنډ بولي وایي، افغانان په بشپړه ارامۍ کې ژوند کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
ایاواېم وایي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د بشري مرستو فعالیتونه وروسته له هغه درول شوي چې د ځایي مسوولینو له خوا د لاسوهنې شواهد یې وموندل. دغه څرګندونې…
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنې دوحه کې کېدونکي نړۍوال کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړې.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.
ملګري ملتونه وايي چې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي راتلونکې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت د پرسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره ترسره کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، د منشور له مخې یې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده. د امریکا غږ د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو…
چین د افغانستان په تړاو په خپل تازه لیدلوري کې ویلي چې سرپرست حکومت باید د ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون، د ټولو ترهګرو ډلو د رېښو وچولو لپاره کارنده ګامونه واخلي.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ویلي، که نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو تامینېدل غواړي نو له اسلامي امارت سره دې تعامل ښه کړي.