منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:31 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

اروپایي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت پر درېیو وزیرانو بندیزونه لګولي

· 2 دقیقې لوستل · 314 کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): اروپایي ټولنه وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د درېیو وزیرانو په ګډون یې د یو شمېر هېوادونو پر ۱۸ کسانو او پنځو ادارو «له بشري حقونو د سرغړونو» له امله بندیزونه لګولي دي.

د اروپایي ټولنې له خوا د چنګاښ په ۲۹مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت دغه چارواکي له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په محرومیت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوي چلند پر وړاندې خنډ کې ښکېل دي.

یاد مسوولین له دې وروسته د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته سفر او په کې پانګونه نه شي کولی او نه هم د ټولنې د غړو هېوادونو اتباع له دغو کسانو سره سوداګریزې معاملې کولی شي.

د یادونې ده، د جمهوریت له سقوط وروسته د اسلامي امارت په واکمنۍ کې نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده‌کړو اجازه نه ده ورکړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.

د دې ترڅنګ پر نجونو او ښځو یو شمېر نور محدودتونه او بندیزونه هم لګول شوي دي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو پر وزیر ندامحمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت پر سرپرست وزیر محمدخالد حنفي هم بندیزونه لګولي وو.

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان ترڅنګ د روسیې، سوېلي سوډان، اوکراین او د افریقا مرکزي جمهوریت هېوادونو پر یو شمېر کسانو او ادارو هم بندیزونه لګول شوي دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د اروپایي اتحادیې د دې تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو  له دې مخکې د سرپرست حکومت پر دوو وزیرانو د بندیزونو لګولو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بنديزونه بې اساسه او بې ګټلې بللي وو.

نوموړي ويلي وو: «په تماسونو، تفاهم او ډيالوګ ډېر څه کېدلی شي او بنديزونه د حل لاره نه ده.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

جاوېد احمد کاکړ
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه