منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سرپرست حکومت

۳۸ راپورونه

راپورونه

د افغانستان سرپرست حکومت باید په تېرو دوو کلونو کې کوم کارونه کړي وای؟

د چارو ځیني شنونکي وایي، ا.ا باید په تېرو دوو کلونو کې اساسي قانون جوړ کړی وای، لویه جرګه یې رابللې وای، حکومت یې ټولګډونه کړې وای، د نجونو پر مخ یې د زده‌کړو دروازې پرانیستې وای او د کادرونو د فرار مخه یې نیولې وای.

غړي

سیګار وايي، ا.ا د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ چارواکي: دا ادعا په کلکه ردوو

سیګار ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي او افغانستان بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخو کې نیمګړتیاوې لري، خو چارواکي دغه څرګندونې بې‌بنسټه بولي.

په یو شمېر ملکي او نظامي برخو کې نوې ګومارنې وشوې

د افغانستان سرپرست حکومت په ځینو وزارتونو، ولایتونو او امنیتي ارګانونو کې نوې ګومارنې کړې دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غبرګولي په ۲۱مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي…

غړي

امریکا: بشري مرستو کې د مسوولینو مداخلې له امله د افغانستان ځینو سیمو کې فعالیتونه درول شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د بشري مرستو فعالیتونه وروسته له هغه درول شوي چې د ځایي مسوولینو له خوا د لاسوهنې شواهد یې وموندل. دغه څرګندونې…

غړي

د افغانستان سرپرست حکومت استازي د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ګډ امنیتي تړون سازمان په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو د خبرو تر څنګ له اسلامي امارت سره له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.

غړي

امریکایي چارواکي: د بشري حقونو مسایل د ا.ا د رسمیت پېژندلو په برخه کې خنډ دي

امریکایي چارواکي وایي، له «بشري په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونې» د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو په برخه کې خنډ دي او ترڅو چې درناوی ورته ونه شي، له ا.ا سره به اړیکې عادي نه شي.

غړي

امریکا: د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوي او په دې اړه یې له خپلو متحدینو سره مشورې هم پیل کړې دي؛ خو بل لورته سرپرست حکومت وايي، د متقابل احترام او مثبت تعامل غوښتونکي دي.

غړي

یان ایګلنډ: د سرپرست حکومت مشرتابه د ښځو د کار بندیز لرې کولو پر دویم فرمان کار کوي

د ناروې کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د سرپرست حکومت مشرانو ورته ویلي، پر دویم فرمان کار کوي چې له مخې به يې ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي.

نور راپورونه