ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په یو شمېر ملکي او نظامي برخو کې نوې ګومارنې وشوې

په یو شمېر ملکي او نظامي برخو کې نوې ګومارنې وشوې

author avatar
11 Jun 2023 - 22:38
په یو شمېر ملکي او نظامي برخو کې نوې ګومارنې وشوې
author avatar
11 Jun 2023 - 22:38

اټلانټا (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت په ځینو وزارتونو، ولایتونو او امنیتي ارګانونو کې نوې ګومارنې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غبرګولي په ۲۱مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د مشرتابه د حکم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه، د پوهنې وزارت د شهادتنامو مخکېنی رئیس مولوي صبغت‌الله وصیل د همدغه وزارت د اداري او مالي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه‌راز د پکتیکا مخکېنی والي مولوي عبدالله مختار د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت د مرستيال په توګه، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت مخکېنی مرستيال مولوي فیض‌الله جمال د پکتیکا د والي په توګه، د خوست مخکېنی امنیه قوماندان مولوي محبوب‌شاه ساجد د خوست د مرستيال والي په توګه، د پکتیکا د لواء مخکېنی قوماندان حافظ عبدالرشید د خوست د امنیه قوماندان په توګه او د تخار د لواء مخکېنی قوماندان مولوي خال‌محمد حقاني د تخار د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد دغه‌راز لیکلي، د سمنګانو مخکېنی امنیه قوماندان قاري حمد الله بدر د پنجشېر د امنیه قوماندان په توګه، د تخار مخکېنی امنیه قوماندان مولوي حبیب‌الله شاکر د سمنګانو د امنیه قوماندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو مخکېنی رئیس مولوي نورالدین د جوزجان د والي د مرستیال په توګه، د جوزجان د والي مخکېنی مرستیال مولوي ګل‌محمد د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو ریاست د رئیس په توګه او د خوست د والي مخکېنی مرستیال مولوي محمدانور د همدغه ولایت د پوهنې رییس په توګه وټاکل شول.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.