ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سرپرست حکومت باید په تېرو دوو کلونو کې کوم کارونه کړي وای؟

د افغانستان سرپرست حکومت باید په تېرو دوو کلونو کې کوم کارونه کړي وای؟

author avatar
15 Aug 2023 - 09:41
د افغانستان سرپرست حکومت باید په تېرو دوو کلونو کې کوم کارونه کړي وای؟
author avatar
15 Aug 2023 - 09:41

کابل (پژواک، ۲۴ زمري ۱۴۰۲): د چارو ځیني شنونکي وایي، ا.ا باید په تېرو دوو کلونو کې اساسي قانون جوړ کړی وای، لویه جرګه یې رابللې وای، حکومت یې ټولګډونه کړې وای، د نجونو پر مخ یې د زده‌کړو دروازې پرانیستې وای او د کادرونو د فرار مخه یې نیولې وای.

د شنونکو په اند، که دغه چارې ترسره شوې وای، په کور د ننه به ولسي اجماع رامنځته شوې وه، افغانستان به د نړۍ له تحریمونو سره مخ نه و، له نړۍ سره به یې تعامل درلود او ډېر سیاسي استحکام به هم رامنځته شوی و.

د وړم کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان پخوانی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ۲۴ میاشتې پوره شوې.

اوسني چارواکي د امارت دغه دوه کلن مزل له لاسته‌راوړنو ډک بولي، وایي چې خونړۍ جګړه درېدلې، امنیت ټینګ شوی، د ځینو لویو پروژو کارونه یې پیل کړي، بودجه یې له خپلو عوایدو تامین کړې، د افغانۍ ارزښت یې ساتلی، له نړۍ سره د مثبت تعامل او د پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي، خو شنونکي وایي چې ځیني نور مهم موارد هم شته چې اسلامي امارت باید په تېرو دوو کلونو کې ترسره کړي وای.

شنونکي: ا.ا باید په تېرو ۲۴ میاشتو کې لاندې چارې ترسره کړې وای:

  • اساسي قانون یې جوړ کړی وای.
  • حکومت یې ټولګډون کړی او له سرپرست حالته ایستلی وای.
  • لویې جرګې یې راغوښتې وای.
  • د نجونو لپاره یې د زده‌کړو دروازې پرانیستې وای.
  • بهرنی سیاست یې داسې وای چې د افغانستان په اړه د نړۍ پلمې یې راکمې کړې وای.
  • اقتصادي برخه کې باید لا ډېر کار شوی وای.
  • کار د کار اهل ته د سپارلو برخې ته یې ډېر پام کړی وای.
  • د کادرونو له فرار یې مخنیوی کړی وای.
  • ښځو ته یې د هغوی پر کار د محدودیتونو لګولو پر ځای ډېر کاري فرصتونه برابر کړي وای.

د سیاسي چارو پوه قاضي نجیب‌الله جامع پژواک خبري اژانس ته وویل چې اسلامي امارت باید په تېرو دوو کلونو کې د ولس غوښتونو پر اساس او د حکومت د تداوم په موخه یو شمېر ګامونه پورته کړي وای، اصلاحات یې راوستلي وای او کورنۍ دندې یې ترسره کړې وای چې نه یې دې ترسره کړې.

هغه وویل: «د اساسي قانون په برخه کې باید اوس حداقل مصوبه یې چمتو شوې وای، یوې لویې جرګې ته وړاندې شوې وای چې د افغانستان د نخبه‌ګانو نظر پرې اخیستل شوی وای او دغه اساسي قانون باید له ولسه د ټولپوښتنې له لارې تصویب شوی وای؛ ترڅنګ یې باید په کابینه کې د اسلامي امارت له غړو پرته مستقل او ازاد افغانان وزیران او والیان وای او د اسلامي امارت په لوړو څوکیو کې یې دندې درلودای او حکومت باید له سرپرست حالته وتلی وای.»

جامع وایي، په تېرو دوو کلونو کې باید د افغانستان د سیاسي وضعیت د حل لپاره یوه لویه جرګه راغوښتل شوې وای، په دې جرګه کې باید ټولو قومونو او سیاسي جهتونو ونډه درلودای او له هغوی مشوره اخیستل شوې وای چې کورنی سیاست باید څنګه ډيزاین او بهرنی سیاست څنګه تعریف شي.

دغه راز د هغه په وینا، باید د نظام پر څرنګوالي کار شوی وای چې افغانان باید څنګه نظام ولري؛ ځکه چې د اوسني حکومت نوعیت د قانون پر اساس او د ولس د مشروعیت پر اساس نه دی تعریف شوی.

د هغه په وینا، د نجونو د تعلیم او تحصیل بحث یوه جدي مسئله ده او باید ډېره مخکې حل شوې وای؛ ځکه چې په دې برخه کې په وار، وار ژمنې شوې دي.

نوموړی وایي، په تېرو دوو کلونو کې باید په هېواد کې تعلیمي او تحصیلي ډګر لا پیاوړی شوی وای او هغو سیمو ته لا ډېر غځېدلی وای چې په تېرو شلو کلونو کې خلکو د جګړو له امله ورته لاسرسی نه درلود.

جامع وایي: «په بهرنۍ پالیسي کې باید له انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي وای، باید خپل سیاست یې داسې تنظیم کړی وای چې د نړۍ شرایط او پلمې یې راکمې کړې وای او هم یې باید د پردې تر شا مسایل داسې ډیزاین کړي وای چې د هغو پر اساس نړۍ له افغانستان سره په ګډه کار وکړي او دا ډاډ ورکړل شوی وای چې افغانستان یو مستقل هېواد دی او د هیچا پر زیان نه دی.»

د هغه په وینا، په اقتصادي برخه کې هم کارونه شوي، خو لا هم باید په دې برخه کې ډېر کار شوی وای؛ ځکه چې افغانستان له اقتصادي اړخه په هغه حالت کې نه دی چې خلکو ته ډوډۍ ورکړي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي.

جامع وایي: «په افغانستان کې باید سیاسي ګوندونه جوړ شي؛ ځکه ډېر مهم دي،  پرته له سیاسي ګوندونو په افغانستان کې د قدرت وېش ناممکن دی، د ولس د ځواب ویلو لپاره انتخابات او سیاسي ګوندونه ډېر مهم دي چې د افغانستان په راتلونکي اساسي قانون کې باید ځای ورکړل شي.»

هغه وایي که چېرې دغه کارونه شوي وای، اوس به د ولس او حکومت ترمنځ واټن نه و، په کور دننه به یې ولسي اجماع درلوده، افغانستان به د نړۍ له لوري له «ظالمانه» تحریمونو سره مخ نه و، له سیمې او نړۍ سره به یې تعامل نږدې و او ډېر سیاسي استحکام به هم رامنځته شوی و.

هغه زیاتوي: «افغانستان د اقتصادي تشې له امله له سختې بېکارۍ سره مخ دی او حکومت باید کاري فرصتونه رامنځته کړي، کار د کار اهل ته وسپاري، د کار د ورکړې په وخت کې هیڅ ډول تبعیض او امتیازي برخورد له چا سره ونه شي چې ته مجاهد یې او ته مجاهد نه یې او په دې برخه کې تبعیضونه باید له منځه ولاړ شي.»

هغه وویل چې د افغانستان د ستونزو حل او د حکومت د دوام لاره دا ده چې پرته له تبعیض او وېشلو څخه د وحدت پر اساس کار وشي.

جامع وایي، هر ډول سیاستونه چې افغانستان محدودوي باید ترې ډډه وشي، ولس ته په نظام کې ډېره برخه ورکړل شي، ملي وحدت ته باید ډېر کار وشي، د کادرونو د فرار مخه دې ونیول شي.

د سیاسي چارو پوه نجیب‌الله ازاد وایي، د افغانستان اوسنیو واکمنانو په تېرو دوو کلونو کې د دې پر ځای چې د نجونو زده‌کړو ته زمینه برابره کړي، برابره شوې زمینه یې هم له منځه یو‌وړه او له شپږم ټولګې پورته د زده‌کړو په ځنډولو سره یې د میلیونونو نجونو د زده‌کړو مخه ونیوه.

هغه وایي، دا په داسې حال کې ده چې نصاب د شرعي فقهې په رڼا کې جوړ دی او په هغه کې هیڅ شرعي او کلتوري ستونزه نشته.

هغه زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر کار محدودیتونه وضع کړل؛ په داسې حال کې چې د جګړې له درېدو وروسته باید ښځو ته د کار ډېر فرصتونه برابر شوي وای.

د هغه په اند، په تېرو دوو کلونو کې د قانون د نه شتون له امله داخلي مشروعیت له منځه تللی او یوازې د یوې ایډيالوژۍ کسان واکمن دي.

ازاد وایي چې په تېرو دوو کلونو کې دېر شمېر کادرونه او د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي، په داسې حال کې چې بشري قوه د یو هېواد پانګه ده.

هغه وویل: «اوسني حکومت فرصت درلود او که چېرې یې غوښتي وای او د یوه ښه افغانستان لپاره یې هوډ او ظرفیت درلودای نو افغانستان به په تېرو دوو کلونو کې دومره مزل کړی وای چې په تېرو شلو کلونو کې نه دی شوی؛ ځکه چې په هېواد کې جګړه نه وه.»

هغه دغه راز وویل: «په تېرو دوو کلونو کې باید یو داسې حکومت رامنځته شوی وای چې د ټولو افغانانو وای، د افغانستان په خوښه د یوې لویې جرګه یا هم د انتخاباتو له لارې رامنځته شوی وای، ټول ظرفیتونه په کې ځای پر ځای شوي وای، په هغه صورت له نړۍ سره اړیکې ساتل کېدې، نور پانګوال راتلل؛ ځکه هلته به قانون و، ظرفیتونه به وو، دا ټول امکانات او فرصتونه به وو خو مانع یې هم په خپله اوسنی حکومت و.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو تر لاسه مو نه کړ.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.