منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چین: د افغانستان سرپرست حکومت دې د افغانانو او نړۍوالې ټولنې ملاتړ جلب کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۱ کتنې

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ځینو برخو کې لاسته‌راوړنې لري خو د دې ترڅنګ په کار ده چې د افغانانو او نړۍوالې غوښتنې په پام کې ونیسي او ملاتړ یې جلب کړي.

دغه څرګندونې تېره ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ یوې خبري ‌غونډې ته کړې دي.

هغه وايي: «د طالبانو حکومت د اقتصادي ودې، د فساد ورکولو، مخدره توکو د له منځه وړو او د نظم راوستلو برخو کې ځینې لاسته راوړنې لري.»

هغې زیاته کړې چې له یادو پرمختګونو سره - سره افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه د دغو ستونزو په هواري کې د سرپرست حکومت د تګلارو په اړه اندېښمنه ده.

سرچینه زیاتوي: «موږ تمه لرو چې طالبان د خلکو د توقعاتو په پوره کولو سره د افغانانو او نړۍوالې ټولنې باور او ملاتړ جلب کړي.»

د سرچینې په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت ته په کار ده چې د افغانانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته د رسېدو په هدف کوټلي ګامونه پورته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست