[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د ځینو ولایتونو والیان او امنیه قوماندانان تغییر او تبدیل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د وږي په ۶مه د شپې ناوخته په اېکس شبکه (ټویټر) کې لیکلي، د لوګر مخکنی والي مولوي عبدالعلي قدرتالله د پروان ولایت د والي او د تخار مخکنی والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د لوګر د والي په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د پروان مخکنی والي مولوي عبیدالله امینزاده د تخار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
حکومت د ځینو ولایتونو امنیه قوماندانان هم بدل کړي دي.
ذبیحالله مجاهد لیکلي، د غور مخکنی امنیه قوماندان سیدمحمد حنیف عباده د بامیان د امنیه قوماندان، د بامیان مخکنی امنیه قوماندان صدیقالله شاهین د غور امنیه قوماندان او د کاپیسا مخکنی امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق د تخار ولایت امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړې، د کونړ مخکنی والي حاجي محمدعثمان د کاپیسا د امنیه قوماندان، د جوزجان مخکنی امنیه قوماندان ملا سراجالدین د فاریاب ولایت امنیه قوماندان او د کندز ولایت د علماؤو شورا مخکنی رییس شیخ صنیعالله فرهمند د کندز زون د نظامي محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
مجاهد دغه راز ویلي چې د کندوز زون د نظامي محکمې مخکنی سرپرست شیخ عبدالوارث د بلخ زون د نظامي محکمې د رییس په توګه وټاکل شوي دي.
[/restrict]